کوټه : د عید میلاد النبي ﷺ په مناسبت نن، د اګست پر ۲۶مه، په بلوچستان کې په بېلابېلو ښارونو او ضلعو کې مذهبي جلوسونه، ریلیانې او غونډې کېږي، او صوبايي حکومت د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي.
د بلوچستان د اعلا وزیر ،میر سرفراز بګټي، او د کورنیو چارو وزیر ،میر ضیاءالله لانګو، په لارښوونه د جلوسونو پر لارو، مهمو سړکونو، چوکونو او د مذهبي غونډو شاوخوا پولیس، لیویز او نور امنیتي اهلکار پر دندو ګمارل شوي دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو د وزارت معاون بابر یوسفزي ویلي دي، چې د جلوسونو منتظمینو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي او د امن او امان د ساتلو لپاره پولیس، لیویز، ضلعي انتظامیه او نورې ادارې په ګډه کار کوي. هغه ویلي دي، چې د جلوسونو د تګ راتګ لارې، د خلکو ګڼه ګوڼه او حساس ځایونه تر ځانګړې څارنې لاندې دي.
.jpeg)
په سبۍ کې د ښار له بېلابېلو سیمو څخه له ۳۰ څخه زیات واړه او لوي جلوسونه راوتلي، چې په نشتر روډ کې له مرکزي جلوس سره یوځای کېږي. د جلوسونو پر لارو امنیتي اهلکار ځای پر ځای شوي دي، او میونسپل کمیټۍ د صفایۍ او د چونې شیندلو لپاره هم ځانګړي انتظامونه کړي دي.
په قلات کې هم د ښار له بېلابېلو سیمو څخه له ۳۰ څخه زیات واړه او لوي جلوسونه راوتلي دي، چې په شاهي بازار کې له مرکزي جلوس سره یوځای کېږي. په قادري چوک کې د مرکزي مذهبي غونډې انتظام شوی دی، چې ګډونوال پکې مذهبي نعرې وهي.
په اوتل کې د سید کبیر شاه له درګاه څخه د عید میلاد النبي ﷺ ریلي راوتلې ده، چې ګڼو خلکو پکې برخه اخیستې ده. ریلي د ملي لویې لارې له بېلابېلو برخو تېره شوې او ګډونوالو مذهبي بیرغونه او بینرونه له ځان سره لېږدولي دي.
په اوسته محمد کې هم له میلاد چوک څخه یوه لویه ریلي راوتلې ده، چې د ښار له بېلابېلو لارو تېرېږي. د ریلي پر لارو د امنیت لپاره پولیس او نور اهلکار ځای پر ځای شوي دي.
د بلوچستان یو شمېر دیني عالمانو د عید میلاد النبي ﷺ لپاره د صوبايي حکومت امنیتي او انتظامي تیاري وستایه او د امن او امان د ساتلو لپاره یې له انتظامیې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. صوبايي چارواکي وايي، چې هڅه دا ده چې د عید میلاد النبي ﷺ مذهبي پروګرامونه، جلوسونه او غونډې په سوله ییز او منظم ډول ترسره شي.


نعيم اچکزئي