کرمه : د کرمې ضلعې په بګن سیمه کې ،د اګست په ۲۵مه، د میلادالنبي ﷺ په مناسبت یوه دستوره شوې ده، چې د ضلعې نومیالیو علماوو، قبایلي مشرانو، انتظامي او امنیتي چارواکو او د سیمې مشرانو پکې ګډون کړی دی.

 

علماوو غونډې ته په ویناوو کې د رسول اکرم ﷺ د مبارک ژوند پر بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله او ویې ویل، چې سیرت نبوي ﷺ د ټول انسانیت لپاره د لارښوونې سرچینه ده او اسلام د امن، زغم، ورورولۍ او یووالي درس ورکوي. په دستوره کې نعتونه هم وویل شول او ګډونوالو د رسول اکرم ﷺ په دربار کې د عقیدت پېرزوینې وړاندې کړې.

 

د کرمې ډپټي کمشنر فهد وزیر وویل، چې د سیرت نبوي ﷺ پر لارښوونو په عمل کولو سره د ټولنې پر وړاندې ګڼې ستونزې هوارېدی شي. هغه له ولسه وغوښتل چې په کرمه کې د تلپاتې امن، پرمختګ او خوشحالۍ لپاره له ضلعي انتظامیې، امنیتي ځواکونو او پولیسو سره همکاري وکړي.

 

په دستوره کې د ټل سکاوټس د ۱۳۶ ونګ کمانډر لېفټننټ کرنل حارث، د کوزې کرمې اسسټنټ کمشنر عصمت الله شینواري او یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی و. پولیس وايي، د غونډې لپاره یې سخت امنیتي انتظامات کړي وو، په داسې حال کې چې ضلعي انتظامیې د دستورو لپاره اړینې انتظامي اسانتیاوې برابرې کړې وې.