د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري ۳۰۰ بزګرانو ته د لو کولو عصري وسایل ووېشل شول، چې هدف یې د کرنیزو حاصلاتو د ضایعاتو کمول او د کار بهیر چټکول ښودل کېږي.
 

د یادو وسایلو د وېش پر مهال د یاد ریاست رئیس، الحاج مولوي عطاءالله راشد، بزګرانو ته وویل چې دغه ماشینونه به د لو کولو بهیر اسانه کړي او د غنمو د دانو د ضایع کېدو مخه به ونیسي. د هغه په وینا، د عصري ټکنالوژۍ کارول د کرنې سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
 

بلخوا بزګرانو د دغې مرستې هرکلی وکړ او ویې ویل چې پخوا به یې د غنمو لو څو ورځې وخت نیول، خو اوس به دا بهیر په څو ساعتونو کې بشپړېږي.
 

د چارواکو په وینا، دغه مرستې د یوې نړیوالې خیریه موسسې له لوري برابرې شوې دي، چې پکې هر بزګر ته یو د لو کولو ماشین، دوه سیلوګانې (کندوان) د غنمو د ساتنې لپاره او یو ترپال ورکړل شوی دی.