تخار : د افغانستان د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال ،مولوي عنایت‌ الله شجاع، د یو ګډ پلاوي په مشرۍ ،د اګست په ۲۵مه، د تخار ولایت د دشت‌ قلعې ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د افغانستان ـ تاجکستان پر پوله د امنیتي او سرحدي وضعیت ارزونه کړې ده.

 

دشت‌ قلعه د تخار له هغو ولسوالیو څخه ده چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري. د دې ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د ایي خانم بندر هم موقعیت لري او د پولې بله غاړه د تاجکستان د فرخار له سیمې سره نښلي. د سیمې یوه برخه د پنج سیند پر غاړه پرته ده.

 

د وزارت د معلوماتو له مخې، مولوي عنایت‌ الله شجاع د سفر پر مهال د تخار له ولایتي چارواکو، د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو ریاست له رییس، د سرحدي کمېسارۍ له استازو او نورو سرحدي چارواکو سره کتلي دي. په غونډه کې د سرحدي سیمو پر وضعیت، امنیتي چارو، د پولې پر څارنې، اداري نظم او د اړوندو ادارو ترمنځ پر همغږۍ خبرې شوې دي.

 

وزارت وايي، چې شجاع د سرحدي چارواکو راپورونه اورېدلي او سپارښتنه یې کړې ده چې سرحدي مسئلې دې په جدي ډول وڅارل شي او د سیمې د ستونزو د حل لپاره دې پر وخت ګامونه پورته شي.

 

دا سفر داسې مهال شوی دی چې د افغانستان او تاجکستان پر اوږده ګډه پوله په وروستیو میاشتو کې د ناقانونه اوښتو، د نشه‌ يي توکو د قاچاق او د وسله‌ والو د احتمالي تګ راتګ په اړه امنیتي اندېښنې موجودې دي. د تاجکستان سرحدي ځواکونو سږ کال هم د افغانستان له لوري د ناقانونه پولې اوښتو او د نشه‌ يي توکو د قاچاق د یو شمېر پېښو راپورونه ورکړي دي.

 

تاجکستان : د افغانستان پر پوله په وسله واله نښته کې دوه افغان قاچاقبران وژل شوي
تاجکستان : د افغانستان پر پوله په وسله واله نښته کې دوه افغان قاچاقبران وژل شوي

 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان ـ تاجکستان په سرحدي سیمو کې امنیتي حالت د بدلېدونکي په توګه یاد کړی او وايي، چې د افغانستان له لوري د وسله‌ والو او جنايي ډلو د فعالیت له کبله په ځینو سرحدي سیمو کې د نښتو او ناقانونه تګ راتګ خطر شته.

 

خو د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو وزارت په خپل تازه بیان کې دا نه دي ویلي چې د مولوي عنایت‌ الله شجاع د دشت‌ قلعې سفر د کومې ځانګړې امنیتي پېښې یا له تاجکستان سره د کومې تازه شخړې له امله شوی دی.

 

یوه ورځ مخکې، د اګست پر ۲۵مه، د تخار په دشت‌ قلعه کې د ایي خانم په سرحدي بندر کې د اور وژنې نوی مرکز، امنیتي برجونه او د بندر چاپېره دیوال هم پرانیستل شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، چې پر دغو پروژو له ۲۷ میلیونه افغانیو زیات لګښت شوی او هدف یې د بندر د امنیتي او خدماتي اسانتیاوو پیاوړي کول دي.