دوشنبه : د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټۍ ویلي دي، چې د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله په یوه وسله واله نښته کې دوه افغان وګړي وژل شوي دي چې ،د تاجک چارواکو په وینا، د نشي توکو په قاچاق کې ښکېل وو.

 

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټۍ د معلوماتو له مخې، پېښه ،د اګست په ۲۱مه، د ختلان ولایت د جیحون ولسوالۍ د پنج کلي اړوند د «فتح‌ اباد» په سرحدي سیمه کې شوې ده. چارواکي وايي، چې دغو کسانو په ناقانونه توګه د افغانستان له لوري د تاجکستان خاورې ته اوښتي وو او له سرحدي ځواکونو سره تر مخامخ کېدو وروسته وسله واله نښته رامنځته شوه.

 

تاجک چارواکو ویلي دي، چې دواړه کسان په نښته کې ووژل شول. د هغوي هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی او د افغانستان د حکومت له لوري هم د دې تازه پېښې په اړه سمدستي رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان د نشيي توکو پر ضد ادارې تېره میاشت ویلي وو، چې د ۲۰۲۶م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان پر پوله په اوو نښتو کې لږ تر لږه ۱۷ افغانان، چې تاجک چارواکو قاچاقبران بللي، وژل شوي دي.