د “ساوت اسیا سپيکس” نړیوال ادبي فېلوشپ د ۲۰۲۷م کال پروګرام لپاره د غوښتنلیکونو لړۍ د سپتمبر له ړومبۍ نېټې پېلېږي، چې دا ځل به له سویلي اسیا بهر مېشت لیکوالان هم پکې د ګډون حق ولري.

 

د پروګرام د نوو اصولو له مخې، د سویلي اسیا له هېوادونو لکه پاکستان، افغانستان، هند، بنګله‌ دېش، نیپال، سریلانکا، بوتان او مالدیف سره تړلي لیکوالان، که د سیمې دننه وي او که له سیمې بهر مېشت وي، د نړۍ له هر هېواد څخه غوښتنلیک ورکولی شي. افغان لیکوالانو ته له وړاندې هم دا اسانتیا موجوده وه چې له افغانستان بهر د اوسېدو په صورت کې په پروګرام کې برخه واخلي.

 

دا یو کلن ادبي پروګرام دی چې نوي او راټوکېدونکي لیکوالان، شاعران او ژباړونکي له تجربه‌ لرونکو نړیوالو لیکوالانو او استادانو سره نښلوي، څو پر خپلو کتابي پروژو کار وکړي.

 

فېلوشپ د افسانوي او غیرافسانوي ادب، شاعرۍ، ژباړې او شفاهي تاریخ په برخو کې ورکول کېږي. ګډونوال د خپل ټاکل شوي استاد سره انفرادي غونډې، د لیکوالۍ ورکشاپونه او د نومیالیو لیکوالانو ماسټر کلاسونه ترلاسه کوي. ټولې غونډې انلاین ترسره کېږي.

 

د فېلوشپ لپاره غوښتنلیک ورکوونکي باید د ،ساوت اسیا سپيکس، د انلاین غوښتنلیک پاڼې له لارې فارم ډک کړي، د خپلې لیکنې پنځه زره کلمې نمونه او د خپلې پروژې تفصیلي معلومات ورسره واستوي او د یو مسلکي معرف نوم او برېښنالیک هم ورکړي.

 

د شاعرۍ غوښتونکي باید لس شعرونه په یو پي ډي اېف فایل کې وسپاري، او د ژباړې غوښتونکي باید اصلي متن او انګلیسي ژباړه دواړه ورسره ولېږي. د لیکنې نمونه باید په انګلیسي ژبه وي.

 

د ادارې د رسمي معلوماتو له مخې، د غوښتنلیک ۱۰ امریکايي ډالره فیس دی. خو هغو کسانو ته چې د فیس د ورکولو توان نه لري، محدود شمېر معافۍ هم شته. د فیس د معافۍ غوښتونکي باید د سپتمبر تر ۱۵مې د خپلو مالي حالاتو په اړه په دوو یا دریو جملو کې ادارې ته برېښنالیک واستوي او د معافۍ له تایید وروسته خپل غوښتنلیک جمع کړي.

 

ساوت اسیا سپيکس وايي، چې اصلي فېلوشپ معاش یا میاشتنی وظیفه نه ورکوي؛ بلکې یو کلنه وړیا ادبي لارښوونه برابروي. په دې کې له یو ټاکل شوي استاد سره شپږ انفرادي غونډې، د لیکوالۍ ورکشاپونه، ځانګړي مسلکي درسونه او د فېلوشپ د پخوانیو او اوسنیو ګډونوالو له ادبي شبکې سره د اړیکو موقع شاملېږي. ټولې غونډې انلاین د زوم له لارې ترسره کېږي.

 

تر دې جلا، اداره د ساوت اسیا سپيکس مالي مرستې په نوم کلنۍ مرسته هم لري چې د فېلوشپ هغو ګډونوالو ته ورکول کېږي چې ځانګړی استعداد او پرمختګ یې ښودلی وي. د دې مرستې په تېرو پړاوونو کې د څېړنې، د کتاب د چاپ او نورو ادبي اړتیاوو لپاره پیسې ورکړل شوې دي، خو دا مالي مرسته هر بریالي ګډونوال ته په اتومات ډول نه ورکول کېږي او اداره د ۲۰۲۷م کال لپاره د هرې مرستې ټاکلې اندازه لا نه ده اعلان کړې.

 

د ساوت اسیا سپيکس د معلوماتو له مخې، دې پروګرام په تېرو پنځو کلونو کې له سلو زیات لیکوالان روزلي او د پخوانیو ګډونوالو یو شمېر کتابونه د پینګوین رېنډم هاوس، بلومزبري او هارپرکولنز په څېر نړیوالو خپرندویو ادارو چاپ کړي دي.

 

د ۲۰۲۷م کال پروګرام لپاره غوښتنلیکونه به د ۲۰۲۶م کال د سپتمبر له ړومبۍ تر ۳۰مې اخیستل کېږي، او لومړني انتخاب ته رسېدلي کسان به د ۲۰۲۷م کال په جنورۍ کې خبر کړل شي.