د افغانستان د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د یو تن د قتل په تړاو درې کسان نیولي دي، چې پلار او دوه زامن پکې شامل دي.
 

د نرنګ ولسوالۍ امنیه قوماندان، سمونمل ضیاءالله ریحان، ویلي چې پېښه د لفظي شخړې پر مهال رامنځته شوې او وژل شوي تن د وهلو ټکولو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه په وینا، امنیتي او کشفي ارګانونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او لومړنۍ پلټنې یې پېل کړې دي.
 

چارواکي زیاتوي چې نیول شوي کسان به د بشپړو تحقیقاتو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي، څو قضیه یې د قانون له مخې وڅېړل شي.
 

بلخوا، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر، مولوي محمد سلیم مخلص، وایي چې په وروستیو کې د جنایي پېښو کچه راټیټه شوې ده، چې یو مهم لامل یې له امنیتي بنسټونو سره د خلکو همکاري بلل کېږي.
 

د یادې پېښې په اړه څېړنې لا هم روانې دي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي د شخړې اصلي عوامل روښانه کړي.