اسلام‌ اباد : د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز، سي پېک، لاندې تر اوسه ۴۵ پروژې د ۲۵.۶۱ اربه ډالرو په مجموعي لګښت بشپړې شوې دي.

 

د اګست په ۲۵مه، د خپاره شوي حکومتي اسنادو له مخې، په بشپړو شوو منصوبو کې ۱۷ د بجلۍ او تواناۍ، ۱۵ د بنیادي ډانچې لکه سړکونو، بندرونو او نورو اړوندو برخو، او ۱۳ د اقتصادي او ټولنیزې ترقۍ منصوبې شاملې دي.

 

په دغو منصوبو کې د ساهیوال او پورټ قاسم د بجلۍ منصوبې، په خیبر پښتونخوا کې د ۸۸۴ مېګاواټه سکي کناري د اوبو بجلۍ منصوبه، ملتان ـ سکر موټروې او د لاهور اورنج لاین مېټرو ټرېن شامل دي.

 

د ۳۹۲ کیلومتره اوږدې ملتان ـ سکر M-5 موټروې په بشپړېدو سره د پاکستان د شمال او سویل ترمنځ د سړک له لارې د مسافرو او مالونو تګ راتګ اسانه شوی دی. په لاهور کې ۲۷ کیلومتره اوږد اورنج لاین مېټرو ټرېن هم د سي پېک له مهمو بشپړو شوو ټرانسپورټي پروژو څخه دی.

 

سي پېک افغانستان ته غځول؛ څېړونکی وايي له سړکونو وړاندې د تورخم د پرانیستي ساتلو ضمانت ضروري دی
سي پېک افغانستان ته غځول؛ څېړونکی وايي له سړکونو وړاندې د تورخم د پرانیستي ساتلو ضمانت ضروري دی

 

د بجلۍ او تواناۍ په برخه کې سکي کناري، ساهیوال او پورټ قاسم هغه لویې منصوبې دي چې د هېواد د بجلۍ د پیداوار د زیاتولو لپاره جوړې شوې دي.

 

خو د سي پېک یو شمېر لویې منصوبې لا هم بشپړې شوې نه دي او د مالي انتظام، منظوریو او نورو اداري مرحلو له کبله له ځنډ سره مخ دي. په دغو منصوبو کې د پاکستان د رېل پټلۍ د مرکزي کرښې، ایم ایل-۱، د نوي کولو منصوبه هم شامله ده.

 

دا منصوبه د کراچۍ او پېښور ترمنځ د رېل پټلۍ د عصري کولو، د مسافرو د سفر وخت کمولو او د مال وړونکو اورګاډو د بار وړلو صلاحیت زیاتولو لپاره مهمه بلل کېږي.

 

د کراچۍ سرکلر رېلوې منصوبه هم تر اوسه بشپړه شوې نه ده. د حکومتي اسنادو له مخې، د دې منصوبې د مالي انتظام او اداري طریقې په اړه اوږدو مشورو د کار پر رفتار اغېز کړی دی.

 

په ګوادر کې هم د صحت، مسلکي روزنې او نورو ترقياتي برخو ځینې منصوبې له ځنډ سره مخ شوې دي. د ډېره اسماعیل خان ـ ژوب لویې لارې د یوې برخې کار هم د مالي طریقې په اړه د پرېکړو له کبله ځنډېدلی ښودل شوی دی.

 

دا تازه شمېرې داسې مهال خپرې شوې دي چې پاکستان او چین د سي پېک د دویمې مرحلې پر غځولو کار کوي. په دې مرحله کې د صنعتي همکارۍ، کاروباري اړیکو، کرنې، ټکنالوژۍ او نوې پانګونې پر زیاتولو ټینګار کېږي.

 

سي پېک په ۲۰۱۵م کال کې په رسمي توګه پراخې عملي مرحلې ته داخل شو او د چین د «یو کمربند، یوه لار» پروګرام مهمه برخه بلل کېږي. پاکستان وايي، د دې پروګرام مقصد د بجلۍ او تواناۍ، سړکونو، رېل پټلۍ، بندرونو او صنعتي برخو د ترقۍ له لارې اقتصادي اړیکې پیاوړې کول دي.

 

خو د بشپړو شوو ۴۵ منصوبو ترڅنګ، د ایم ایل-۱، کراچۍ سرکلر رېلوې او ځینو نورو لویو منصوبو ځنډ ښيي چې د سي پېک راتلونکې مرحله به تر ډېره د مالي سرچینو، منظوریو او د کار د رفتار له مسئلو سره تړلې وي.