تل ابیب : د اسراییلو وزیر اعظم ،بنیامین نتنیاهو، دعوه کړې ده چې ایران د هغه د یو زوې د وژلو هڅه کړې ده، خو د خپلې دعوې د ملاتړ لپاره یې تر اوسه کوم ښکاره ثبوت نه دی وړاندې کړی. نتنیاهو دا خبره ،د اګست په ۲۵مه، د اسراییل له «چینل ۱۴» سره په ټیلیفوني مرکه کې کړې ده.
هغه ویلي:
«ایران زما یو زوې په نښه کړی و او د هغه د وژلو هڅه یې کړې وه.»
نوموړي دا نه دي ویلي چې د هغه له دوو زامنو، یاییر او اونر نتنیاهو، څخه کوم یو په نښه شوی و. همداراز یې د دعوه شوې پېښې د وخت، ځای، طریقې او د ایران د احتمالي پلان د شنډېدو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
نتنیاهو دا دعوه داسې مهال کړې ده چې په اسراییل کې د اکتوبر د ۲۷مې عمومي انتخاباتو لپاره سیاسي سیالۍ روانې دي او د رویټرز په وینا، د هغه واکمن ایتلاف په نظرپوښتنو کې له خپلو سیالانو وروسته دی.
د اسراییل وزیر اعظم دا خبره د خپلې کورنۍ او د وزیراعظمۍ د څوکۍ د کاندیدانو لپاره د امنیتي ساتنې په اړه د روان بحث پر مهال کړې ده. هغه ویلي دي چې له ایران څخه موجود ګواښونه ښيي چې مهمو سیاسي شخصیتونو ته کافي امنیت ورکول ضروري دي.
د اسراییل د کورني امنیت ادارې «شین بېټ» په جولایۍ کې د نتنیاهو مېرمنې سارا او د هغه د دواړو زامنو یاییر او اونر لپاره پراخه امنیتي ساتنه منظوره کړې وه.
د ایران چارواکو تر اوسه د نتنیاهو د دې ځانګړې دعوې په اړه عامه تفصیلي ځواب نه دی ورکړی. رویټرز وايي، چې په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر هم د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه و ورکړی.


شال نیوز