د خېبر پښتونخوا په غرنیو سیمو کې شانګله هغه ځای دی چې تند بهېدونکي سیندونه یې د ښکلا تر څنګ د خطر یوه لویه سرچینه هم بلل کېږي. هر کال دلته د سیندونو اړوند پېښې رامنځته کېږي چې ځیني یې مرګوني پایلې لري.
په همدې سیمه کې یوه رضاکاره ډله، چې ځان ته د “کوکا اینډ کمپنۍ” نوم کاروي، د سیندونو په خطرناکو اوبو کې د ژغورنې خدمات ترسره کوي. د دې ډلې غړي وایي، دوي دا کار له کلونو راهیسي په خپله خوښه او بې له کومې معاوضې ترسره کوي.
د دې ډلې بنسټ د “کوکا ماما” په نوم یو ځايي کس ایښی و. اوس د هغه زامن او نمسي دا مشن پر مخ وړي او هڅه کوي چې د هغه دا دود ژوندی وساتي. د ډلې یو غړی، صاحب خان، وایي چې دوي هڅه کوي هر هغه کس ته ورسېږي چې سیند ته لوېدلی وي.
هغه زیاتوي: “که څوک ژوندي وي، ژغورو یې، او که مړه شوي وي، د هغوي مړي د کورنیو لپاره رااوباسو.”
د دې ډلې فعالیت یوازې تر شانګله محدود نه دی. د دوي په وینا، دوي د سوات، کوهستان او استور په ګډون نورو سیمو ته هم تللي دي. د ډلې یو بل غړی سرفراز وایي، په استور کې یې په یوه پېښه کې د یوې کورنۍ شاوخوا ۲۲ غړي، چې د موټر د سیند ته لوېدو له امله مړه شوي وو، له اوبو را ایستلي دي.

په کال ۲۰۲۳م کې د الايي چيئرلفټ کې د ماشومانو د ژغورلو وروسته، د پاکستان حکومت صاحب خان ته تمغهٔ امتیاز ورکړی
دغه رضاکاران د ژغورنې پر مهال له پرمختللو وسایلو بې برخې دي او زیاتره د ټایر ټیوبونو، رسۍ او اوسپنیزو راډونو په مرسته ځانونه د سیند سختو څپو ته اچوي. د ډلې دننه بېلابېلې دندې وېشل شوې دي؛ ځینې غړي اوبو ته ښکته کېږي، ځینې د سیند له غاړې د رسۍ او ملاتړ چارې سمبالوي، او نور د عملیاتو همغږي او لومړنۍ مرستې برابروي.
د دوي په وینا، کله ناکله د اوبو زور دومره زیات وي چې خپله د ژغورونکو ژوند هم له خطر سره مخ شي.
سرفراز وایي: “دا کار ډېر خطرناک دی. هر څوک یې نه شي کولی. د دې لپاره تجربه، مهارت او زړورتیا پکار ده.”
په سیمه کې د بیړنیو ژغورنې اسانتیاوو نشتوالی د دې سبب شوی چې خلک تر ډېره په همدې رضاکاره ډلې تکیه وکړي. ځايي اوسېدونکي وایي، که دا ډله نه وای، نو ښايي ډېرو پېښو به لا ډېرې غمجنې پایلې لرلې.
د شانګله دا رضاکاره ژغورونکي، چې د محدودو امکاناتو سره سره خپل کار ته دوام ورکوي، د ډېرو کورنیو لپاره د هیلي یوه نښه ګرځېدلې ده، هغه هیله چې د سیند د مرګونو څپو پر وړاندې ولاړه ده.

عرفان حسین علي