د خيبر پښتونخوا د خیبر ضلعې د اکاخېل په سیمه کې امنیتي ځواکونو د وسلوالو هغه هڅه شنډه کړې چې غوښتل یې د “خواجه میرکلي” سرکاري های سکول خپله ولکه کې واخلي. د نښتې پر مهال ۱۰ وسلوال وژل شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، وسلوال سکول ته ننوتي وو او د ودانۍ کنټرول یې تر لاسه کړی و. هغوي د پاکستان بیرغ راکښته کړی او پر ځای یې د خپلې ډلې بیرغ لګولی و. ویل کېږي چې وسلوالو د دې عمل ویډیو هم جوړه کړې او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپره کړې وه.
سرچیني زیاتوي، کله چې ځواکونو ته د پېښې خبر ورسېد، سمدستي یې سیمه کلابنده کړه او عملیات یې پیل کړل. د ځواکونو او وسلوالو ترمنځه سخته نښته وشوه چې په پایله کې یې ۱۰ بریدګر ووژل شول.
چارواکي وایي، له عملیاتو وروسته سکول په بشپړه توګه د وسلوالو څخه پاک شوی، خو په سیمه کې لا هم د نورو شکمنو کسانو د نیولو لپاره د لټون عملیات روان دي. امنیتي ځواکونه وایي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او نورې پلټنې هم پیل شوې دي.
د باړې ځايي سرچينو، چې نه غواړي نومونه يې واخيستل شي، د پېښې په اړه شال نيوز ته ويلي چې په د باړې اکاخيل په خواجه مير کلي سکول باندې وسلوالو قبضه وکړله او د پاکستان د بیرغ پرځای يې خپل بیرغ پورته کړ چې په عکس العمل کې يې امنيتي ادارو عمليات پېل کړل چې پکې تر لسو وسلوال ووژل شول او سکول د وسلوالو د لاسه خلاص کړی شو.
بل لور ته، د باړې په اکاخېل، مداخېل او غازي خېل سیمو کې د ډرون برید راپورونه هم مخې ته راغلي دي.
ویل کېږي چې په دې پېښه کې یو ځوان وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. تر اوسه چارواکو په رسمي ډول د دې برید پخلی نه دی کړی، خو د سیمي خلکو ویلي چې له دې پېښې وروسته په سیمه کې ويره خپره شوې او ځیني کورنۍ کډه کولو ته اړ شوې دي.
همداراز، په بنو ضلع کې هم امنیتي ځواکونو په جلا جلا عملیاتو کې درې وسلوال وژلي دي. د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ايي اېس پي ار) ویلي چې په سیمه کې د ترهګرو پر ضد عملیات روان دي او دا لړۍ به تر هغه دوام کوي څو سیمه له وسلوالو پاکه نه شي.
چارواکي وایي، د امنیت ټینګښت لپاره به دا ډول عملیات نور هم چټک کړل شي.

شال نیوز