پاراچنار کې د سپورټس ډایریکټوریټ له لوري د ضلعي په کچه د لامبو سیالۍ جوړې شوې. په سیالیو کې د څلورو لوبډلو ۱۶ ځوانانو ګډون وکړ او د لامبو وهلو په بېلابېلو برخو کې یې خپل مهارتونه وښودل. د سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د سپورټ او سالمو فعالیتونو هڅول و.