د سویلي وزیرستان په وانا کې عثمان له تېرو ۳۲ کلونو راهیسې له ګلونو سره ځانګړې مینه لري. هغه تل په غاړه کې د ګلونو هار اچوي، دودیز اتڼ کوي او د خپل ځانګړي انداز له امله د رستم بازار د خلکو پام ځان ته اړوي. عثمان د ټوپک او تاوتریخوالي پر ځای د ګلونو، مینې او خوښۍ پیغام خپروي او د خلکو پر مخونو موسکا راولي.


ظفر وزير