د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحريک انصاف ګوند مشر ،عمران خان، په پېمز روغتون کې د سترګو د علاج څلورمه مرحله پوره کړه او نن ،د اپرېل په ۲۸مخ، په سحر رخصت کړل شو.
د اسلام اباد د طبي علومو انسټیټیوټ ویاند تایید کړه چې ۷۴ کلن عمران خان تېره شپه روغتون ته راوړل شوی و، چرته چې ورته په ښي سترګې کې پیچکاري ولګول شوه. نوموړی د تېرې جنورۍ میاشتې راهیسي د سترګو د یوې ناروغۍ سره مخ دی، چې له امله یې په سترګو کې د ویني روانېدل اغېزمن شوي دي.
طبي حال او عملیات
د روغتون د بیان ترمخه، د عملیات نه مخکې د سترګو ډاکټرانو د عمران خان معائنه وکړه او د هغه صحت یې سم وباله. په بیان کې ویل شوي چې د مایکروسکوپ لاندې هغه ته څلورمه پیچکاري ولګول شوه او د علاج په وخت د هغه حالت مستحکم و.
خو د پېمز هسپتال یو سینیر ډاکټر، چې په دې کیس خبر و، ویلي دي: "عام طور په داسې ناروغیو کې درې پیچکارۍ لګول کېږي او دا امکان ډېر کم و چې څلورمه پیچکاري به لګول کېږي. خو د دغه پیچکارۍ اثر د څلورو هفتو نه پس کتل کېږي، نو ځکه به د څلورو هفتو نه پس فیصله کېږي چې د بل ډوز ضرورت شته که نه."
د پي ټي آیي اندېښنې او د سپیناوي غوښتنه
د تحریک انصاف ګوند چېرمېن بېریسټر ګوهر علي خان تایید کړې ده چې عمران خان تېره شپه رږغتون ته وړل شوی و، خو هغه یو ځل بیا په حکومت نیوکه وکړه چې زموږ اندېښنې یې نه دي ختمې کړي. ګوهر خان ویلي چې دا د عمران خان او د هغه د کور ودانې بشرا بي بي بنيادي حق دی چې په روغتون کې د خپلو شخصي ډاکټرانو تر څارنې لاندې علاج وکړي.
په دې موضوع، په تېرو څو میاشتو کې د حکومت او اپوزیشن ترمنځ د تورونو لړۍ روانه ده. اپوزیشن په حکومت تور لګوي چې د عمران خان په علاج کې روڼتیا نشته او د هغه شخصي ډاکټرانو ته د لیدو اجازه نه ورکول کېږي، خو حکومت دا تورونه ردوي. اپوزیشن دا غوښتنه هم کړې چې پخوانی وزیراعظم دې شفا انټرنېشنل هسپتال ته منتقل کړل شي.
بشرا بي بي هم، چې دا وخت په اډیاله جېل کې بنده ده، د اپریل په ۱۷مه په راولپنډۍ کې د سترګو اپرېشن کړی و.
د سترګو د ناروغۍ سپیناوی
د عمران خان د سترګو ناروغي په اصل کې د سترګې په پرده کې د یو رګ بندېدل دي. د دې د درملنې لپاره ځانګړې پیچکاري ځکه لګول کېږي چې په سترګه کې د وینې د نویو رګونو د جوړېدو مخه ونیسي او پړسوب وچ کړي. دا علاج د سترګې د نظر د بچ کولو لپاره ډېر ضروري وي.

شال نیوز