کراچۍ : د پاکستان د سند صوبې د روغتیا محکمې شمېرې ښيي چې په صوبه کې د ملاریا ناروغي په تدریجي توګه زیاتېږي او ،د اګست پر ۲۴مه، په یوه ورځ ۹۱۶ کسان په ملاریا اخته تشخیص شوي دي.
د روغتیا محکمې د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ په ټوله صوبه کې ۱۰ زره او ۳۳ مشکوک کسان د ملاریا لپاره ټېسټ شوي وو چې ۹۱۶ یې مثبت راووتل.
تر ټولو زیاتې ۴۱۰ پېښې په حیدر اباد ډویژن کې ثبت شوې دي. ورپسې لاړکانه کې ۲۰۸، میرپورخاص کې ۱۷۴، بینظیر اباد کې ۸۷، سکر کې ۷۷ او کراچۍ کې ۱۰ پېښې ثبت شوې دي.
په کراچۍ کې یو شمېر ډاکټران وايي، چې د رسمي شمېرو پرتله د ملاریا د ناروغانو حقیقي شمېر ښيي زیات وي او په تېرو شاوخوا درېو اوونیو کې یې د ناروغانو په شمېر کې څرګند زیاتوالی لیدلی دی.
ملاریا د مچ د چیچلو له لارې خپرېږي او د سند روغتیا محکمه وايي، چې د وینې ټېسټ یې د تشخیص لپاره مهم دی. تبه، لړزه، خولې، سر درد او د بدن درد یې له عامو نښو څخه دي.
د مون سون بارانونو وروسته ولاړې اوبه د مچانو د نسل د زیاتېدو لپاره مناسب چاپېریال برابروي، له همدې امله روغتیايي چارواکي د اوبو د ډنډونو د ختمولو او د مچانو د مخنیوي سپارښتنه کوي.


شال نیوز