واڼا / مکین / جنډوله : د کوز سویلي وزیرستان په مرکزي ښار واڼا او شاوخوا ټاکلو سیمو کې نن، د اګست پر ۲۵مه، د سهار له شپږو تر ماښام اوو بجو پورې کرفیو او د تګ راتګ بندیز لګېدلی دی. د دې بندیز له امله د خلکو ورځنی ژوند، کاروبار، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او زده کړې سختې اغېزمنې شوې دي.

 

د کوز سویلي وزیرستان د ډپټي کمشنر مسرت زمان له خوا د اګست پر ۲۴مه په خپره شوې حکمنامه کې ویل شوي دي چې د امن او امان د روان وضعیت او د ولسي خوندیتوب په موخه د واڼا تحصیل په ټاکلو سیمو، د واڼا بازار او واڼا بای پاس په ګډون، د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګېدلی دی.

 

په حکمنامه کې د واڼا ـ تیارزه ګېټ ـ کراب کوټ ـ تنال ـ عزیز اباد چوک ـ درګۍ پل او همداراز د ګل کچ ـ توې خله ـ تنال پر لارو د هر ډول ټرافیک، مسافر وړونکو او بار وړونکو ګاډو او موټرسایکلونو پر تګ راتګ بشپړ بندیز اعلان شوی دی.

 

چارواکو قانون نافذوونکو ادارو، امبولانسونو، اور وژونکو او هغو بېړنیو پېښو ته استثنا ورکړې ده چې پولیس یا امنیتي ځواکونه ورته ځانګړې اجازه ورکړي.

 

ځايي خلک وايي، چې د کرفیو له امله ناروغان او د هغوي خپلوان روغتونونو ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخ دي، په داسې حال کې چې د بازارونو تړل کېدو او د تګ راتګ محدودیتونو کاروباري چارې هم سختې اغېزمنې کړې دي.

 

د سبزیو او مېوو سوداګر وايي، چې منډیو ته د مال د رسولو او اخیستلو ـ خرڅولو لړۍ ګډه وډه شوې ده او په لویه کچه سبزۍ او مېوې خرابېږي. د دوي په وینا، کروندګر او سوداګر له درنو مالي زیانونو سره مخ دي او د تاوان کچه کروړونو روپیو ته رسېږي.

 

بل لور ته، په واڼا کې د تعلیمي ادارو د تړل کېدو له امله د زده‌ کوونکو درسونه هم اغېزمن شوي دي. مور او پلار او زده‌ کوونکي اندېښنه لري چې د کرفیو او پرله‌ پسې بندیزونو دوام به د زده کړو بهیر نور هم زیانمن کړي.

 

په همدې ورځ د بر سویلي وزیرستان په سروکۍ او لده سب ډویژنونو کې هم د سهار له شپږو تر ماښام اوو بجو پورې د خلکو پر تګ راتګ او د بازارونو پر پرانیستلو بندیز لګېدلی دی. د بر سویلي وزیرستان د ډپټي کمشنر عرفان علي په حکمنامه کې پر یو شمېر مهمو لارو د هر ډول تګ راتګ د بندېدو ترڅنګ د بازارونو د تړلو امر هم شوی دی.

 

د ټانک ضلعي انتظامیې هم په جلا حکمنامه کې د جنډولې بازار او دبارې د څارویو منډۍ د سهار له شپږو تر ماښام اوو بجو پورې تړلې اعلان کړې ده او د ټانک له ځینو لارو د سویلي وزیرستان پر لور پر تګ راتګ یې بندیز لګولی دی.

 

سیاسي او ټولنیزو حلقو او ځايي خلکو له لوړپوړو چارواکو غوښتنه کړې ده چې د ولس ستونزې، د ناروغانو اړتیاوې او د کاروبارونو مالي زیانونه په پام کې ونیسي او د امنیتي اړتیاوو تر څنګ د خلکو د ورځني ژوند د عادي ساتلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.