بېجینګ : د هند د قامي سلامتیا سلاکار ،اجیت دوول، چین ته په دوه ورځني سفر رسېدلی دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو د شخړو په اړه له چینايي چارواکو سره خبرې وکړي.

 

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دوول به ،د اګست پر ۲۵مه، د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره د هند او چین د سرحدي مسئلې په اړه د ځانګړو استازو د خبرو په ۲۵مه دوره کې ګډون وکړي. دواړه چارواکي د خپلو هېوادونو د سرحدي خبرو ځانګړي استازي هم دي.

 

دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې نوي ډیلي او بېجینګ هڅه کوي له څو کلن پوځي او سیاسي کړکېچ وروسته خپلې اړیکې په تدریجي توګه عادي کړي.

 

د هند او چین اړیکې په ۲۰۲۰م کال کې د همالیا په لانجمن سرحد، په ځانګړي ډول د لداخ په سیمه کې له خونړیو نښتو وروسته سختې خرابې شوې. که څه هم دواړو خواوو وروسته په یو شمېر سیمو کې ځواکونه شاته کړي دي، خو د سرحد وروستۍ هوکړه لا نه ده شوې او د سرحد پر اوږدو د امنیت او ګزمې مسئلې لا هم د اختلاف مهم ټکي دي.

 

د دوول او وانګ يي په خبرو کې تمه ده چې د سرحد پر اوږدو د ارامۍ ساتل، د پوځي تاوتریخوالي مخنیوی او د اوږدمهاله حل لپاره د خبرو دوام مهم موضوعات وي. دا ملاقات د سپتمبر د بریکس سرمشریزې تر مخه هم کېږي، چې چینايي ولسمشر شي جین پینګ یې د ګډون لپاره هند ته د سفر احتمال لري.