پورټو پرنس : د هایټي پلازمېنې ،پورټو پرنس، ته نږدې د کنسکوف په سیمه کې د وسله والو ډلو په یوه شپني برید کې لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د هایټي دفتر ویلي دي، چې د مرګ ژوبلې شمېر لا وروستی نه دی او د معلوماتو له بشپړېدو سره بدلېدی شي. برید د اګست د ۲۳مې په شپه شاوخوا لس نیمې بجې پېل شوی و.
کنسکوف د پورټو پرنس پر لوړو غونډیو پرته سیمه ده او د پلازمېنې پر مهمو داخلي لارو څار لري. د رویټرز په وینا، دغه سیمه له تېر کال راهیسې د وسله والو ډلو د نږدې دولسو بریدونو سره مخ شوې دی او زرګونه خلک یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې وسله والو پر کورونو او یوه کلیسا بریدونه کړي دي او یو شمېر کورونو ته یې اور اچولی دی. اسوشیېټېډ پرېس د کنسکوف د ښاروال ،ژان ماسیلون، له قوله ویلي دي چې د برید پړه د «ویو انسام» په نوم د وسله والو ډلو پر ایتلاف اچول شوې ده.
ځايي اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو پر کارکردګۍ سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې یو شمېر کسان د پولیس تاڼې څخه یوازې څو دقیقې لرې وژل شوي دي. هغوي د سیمې د پولیسو مشر د لېرې کولو غوښتنه هم کړې ده. د هایټي حکومت بیا ویلي دي چې کنسکوف به نه پرېږدي او سیمې ته به اضافي امنیتي ځواکونه ولېږي.
ملګري ملتونه وايي، چې د ۲۰۲۵م کال په لومړیو دوو میاشتو کې هم په کنسکوف کې د وسله والو په بریدونو کې تر ۲۶۰ زیات کسان وژل شوي دي، شاوخوا ۲۰۰ کورونه ویجاړ یا سوځول شوي او نږدې درې زره کسان بې ځایه شوي وو.
په هایټي کې د وسله والو ډلو نفوذ په وروستیو کلونو کې پراخ شوی دی. د اسوشیېټېډ پرېس د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې وايي، چې یوازې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې په دغه هېواد کې تر ۳۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا یو نیم میلیون کسان د تاوتریخوالي له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.


شال نیوز