مردان : د خېبر پښتونخوا د بېلابېلو ضلعو خاصو کسانو د کلچر اېنډ ټورازم اتارټۍ په انتظام د مردان د تخت بايي د بودايي دورې له تاریخي اثارو لیدنه کړې ده. د دې ډلې مشري مشهور هنرمند زرداد بلبل کوله. دا سفر د کلچر اېنډ ټورازم اتارټۍ د ډایرکټر جنرل شاهد خان مومند په لارښوونه برابر شوی و.

 

د لرغونپوهنې د محکمې چارواکي معاذالله ګډونوالو ته د تخت بايي د تاریخي اهمیت، بودايي مذهب او د ګندهارا د تمدن د اثارو په اړه معلومات ورکړل. چارواکو وویل، تخت بايي د بودايي دورې له تر ټولو مهمو او نسبتاً خوندي پاتې اثارو څخه شمېرل کېږي. په دې تاریخي ځای کي د عبادت وړې او لویې ودانۍ، خانقاوې، د اوسېدو خونې او د ځمکې لاندې برخې شاملې دي.

 

د لرغونپوهنې د ماهرانو په وینا، د تخت بايي اثار په عمومي توګه د لومړۍ میلادي پېړۍ نه تر پنځمې میلادي پېړۍ پورې دورې سره تړاو لري. موندل شوي شواهد ښيي چې د ګندهارا تمدن د عروج پر مهال دا سیمه د بودايي مذهب او زده کړو یو مهم مرکز و.

 

تخت بايي د یونیسکو د نړیوال کلتوري میراث په لېسټ کي شامل دی او هر کال یې د پاکستان له بېلابېلو سیمو او بهرنیو هېوادونو ګڼ سیلانیان لیدنه کوي. ګډونوالو ته دا هم وویل شول چې په خېبر پښتونخوا کي د ګندهارا تمدن ګڼ نور اثار هم شته، چې د مردان سری بهلول او جمال ګړۍ یې له مهمو مرکزونو څخه دي.

 

د خېبر پښتونخوا د لرغونپوهنې محکمه وايي، په صوبه کي د بودايي دورې ګڼ مذهبي او تاریخي ځایونه موجود دي او حکومت هڅه کوي د دغو اثارو د ساتنې ترڅنګ مذهبي او تاریخي سیاحت هم پراخ کړي.

 

زرداد بلبل او د خاصو کسانو د ډلې نورو غړو د تخت بهايي د اثارو د ساتنې پر روانو هڅو خوښي څرګنده کړه او له خلکو یې وغوښتل چې د دې تاریخي ځای لیدنې ته ورشي. هغوی وویل، دا اثار یوازې د یوې سیمې نه، بلکې د ټولې نړۍ د تاریخي او کلتوري میراث برخه ده او ساتنه یې ګډ مسؤلیت دی.