د ژغورنې ادارې، ریسکیو ۱۱۲۲، د بره دیر چارواکي وايي، چې په شرینګل روډ د الخدمت روغتون په څنګ کې د واده د کاروان موټر د ټرافیکي پېښې ښکار شوی، چې له امله یې یوه ماشومه مړه او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د براول څخه شرینګل ته روان د واده موټر له کنټروله ووته.
د ادارې په وینا، پېښې له رامنځته کېدو سره سم د ریسکیو ډلې سیمي ته ورسیدې او ټپیانو ته یې په ځای لومړنۍ طبي مرستې ورکړې. وروسته ټول ټپیان د درملنې لپاره د دیر بالا ډسټرېکټ هېډکوارټر روغتون ته انتقال شول.
روغتیايي سرچیني واييچې د ټپیانو درملنه روانه ده، په داسې حال کې چې د مړې شوې ماشومې جسد کورنۍ ته سپارل شوی دی.
چارواکي وايي د پېښې د علت په اړه پلټنې پېل شوې دي.

شېخ ابو سعید