پاړاچنار : پولیس وايي، چې د کرمې په پاړاچنار کې د ډنډر صحرا د هدیرې په سیمه کې ،د اګست په ۲۴مه، د ښخ شوي ماین په چاودنه کې یوه غوا وژل شوې ده، خو د پېښې له امله خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د کرم ضلعي پولیس افسر ملک حبیب ویلي دي، چې په همدې سیمه کې تېره اوونۍ د ماینونو تر درې چاودنو وروسته پولیسو او اړوندو ډلو د ماینونو د موندلو او پاکولو عملیات پېل کړي وو.
د هغه په وینا، سیمه پراخه ده او د پاکولو کار لا نه دی بشپړ شوی، چې له امله یې دغه تازه چاودنه شوې ده. پولیس وايي، چې په ډنډر صحرا او شاوخوا سیمو کې د ماینونو د لټون او پاکولو عملیات دوام لري او د تازه پېښې په اړه هم پلټنې روانې دي.


مصطفی خان