پاړاچنار : د کرمې ضلعې د پاړاچنار په څنډه ډنډر صحرا سیمه کې د ماینونو په درې پرله‌ پسې چاودنو کې درې کسان ژوبل شوي دي. پولیس وايي، چې ژوبل کسان حامد حسین، سجاد علي او یاسر حسین دي چې د علاج لپاره د پاړاچنار روغتون ته رسول شوي دي.

د پولیسو د سرچینو په وینا، ماینونه په کچه لارو کې ځای پر ځای شوي وو. په چاودنو کې ژوبل شوی حامد حسین، چې یو مالدار دی، دواړه پښې له لاسه ورکړې دي.

د کرمې ډپټي کمشنر فهد وزیر له چاودنو وروسته روغتون ته ورغلی او د ژوبلو پوښتنه یې کړې ده. هغه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې د ماینونو د پاکولو ځانګړې ډله پاړاچنار ته رسېدلې او هغو سیمو ته به هم استول کېږي چې د ماینونو د موجودیت شکایتونه ترې ترلاسه شوي دي.

فهد وزیر ویلي دي، هڅه کېږي چې له اړوندو سیمو ماینونه پاک کړل شي، څو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخه ونیول شي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د کرمې په سرحدي پیواړ سیمه کې هم د ماین چاودنې یو کس ژوبل کړی و. په وروستیو کې په کرمه ضلعه کې د ماینونو د چاودنو د پېښو پر زیاتېدو ځایي خلکو اندېښنه څرګنده کړې ده.

قبایلي مشر حاجي ضامن حسین له حکومت څخه غوښتنه کړې ذه چې د ماینونو د پېښو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي او اغېزمنو کسانو ته ځانګړی مالي پیکج ورکړي.