پاړاچنار : د تنظیم تحفظ ملت مشر ،مسرت بنګش، او نورو سیاسي او ټولنیزو مشرانو ویلي دي، چې د کرمې ضلعې په پاړاچنار او شاوخوا سیمو کې د ماینونو پرله‌ پسې چاودنو د خلکو ژوند له جدي خطر سره مخ کړی او په تېرو څو اوونیو کې یې ګڼو کسانو ته مرګ‌ ژوبله اړولې ده.

مسرت بنګش ،د اګست په ۱۷مه، د ټولنیز مشر سید صداقت حسین میا او نورو مشرانو په ملتیا یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، چې د دوي د معلوماتو له مخې په تېرو څو اوونیو کې د ماینونو له ۲۵ څخه په زیاتو چاودنو کې پنځه کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵ نور ژوبل شوي دي.

نوموړي دعوه وکړه چې د ژوبلو شویو کسانو له ډلې ګڼ کسان د لاسونو یا پښو د پرې کېدو او نورو سختو ټپونو له امله د تل لپاره معذوره شوي دي، چې ورسره د هغوي د کورنیو اقتصادي او ټولنیزې ستونزې هم زیاتې شوې دي.

د مشرانو په وینا، یوازې په تېرو دوو ورځو کې د پاړه‌چنار په پیواړ او ډنډر صحرا سیمو کې د ماینونو څلور چاودنې شوې چې څلور کسان پکې ژوبل شوي دي. هغوي وویل، چې په یوه ورځ کې درې جلا چاودنې هم ثبت شوې چې درې کسان یې ژوبل کړي دي.

د خبري غونډې ګډونوالو نیوکه وکړه چې د ماینونو د چاودنو په اړه په درج کېدونکو مقدمو کې د ترهګرۍ ضد قانون د اوومې مادې، یعنې اې ټي اې - ۷، دفعې نه لګول کېږي. د دوي په وینا، دا چاره د پېښو له اغېزمنو کسانو سره ناانصافي ده او باید په دغه اړه قانوني تګلاره روښانه کړل شي.

مشرانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ماینونو په چاودنو کې د معذوره شویو کسانو او د وژل شویو کسانو د کورنیو لپاره ځانګړی مالي پیکج اعلان کړي، له سیمې څخه د ماینونو د پاکولو بهیر چټک کړي او د دغو چاودنو تر شا د لاس لرونکو کسانو د معلومولو لپاره د لوړې کچې پلټنې وکړي.

هغوي دا غوښتنه هم وکړه چې سیمې ته د کار، مزدورۍ، خیرات غوښتلو او د توکو د خرڅلاو لپاره تلونکي غیرمقامي کسان دې په باقاعده توګه رجسټر کړل شي. د مشرانو په وینا، د هر چا پر ضد له ثبوت پرته تور نه شي لګېدی، خو د امنیتي اندېښنو له امله د غیرمقامي کسانو د پېژندنې او رجسټرېشن یو واضحه نظام ضروري دی.

بلخوا، ضلعي انتظامیې ویلي دي چې د ماینونو د پاکولو لپاره اړونده ډي مایننګ ډله سیمې ته رسېدلې ده. د انتظامیې په وینا، له کومې سیمې چې د ماین یا مشکوک چاودېدونکي توکي په اړه اطلاع ترلاسه شي، هلته به د پاکولو لپاره ځانګړې ډله لېږل کېږي.

د وژل شویو، ژوبلو او معذوره شویو کسانو شمېر تر دې دمه د تنظیم تحفظ ملت او د خبري غونډې د ګډونوالو له خوا ورکړل شوی دی؛ د ټولو پېښو د مجموعي شمېر خپلواکه رسمي تایید لا نه دی وړاندې شوی.