کرمه : د منځنۍ کرمې د پاړه چمکني په بېلابېلو سیمو کې ،د اګست په ۲۴مه، خلکو د هغو احکاماتو پر ضد احتجاجونه کړي دي، چې له مخې یې د سیمې د ۳۱ کلیو اوسېدونکو ته د ممکنه پوځي عملیاتو لپاره د خپلو کورونو د خالي کولو او سیمې پرېښودو ویل شوي دي.
احتجاج کوونکو سپین بیرغونه پورته کړي وو، چې د سولې شعارونه پرې لیکل شوي وو. هغوي وویل، چې د سیمې خلک له تکراري کډوالۍ ستړي شوي دي او نور د خپلو کورونو پرېښودلو توان نه لري.
د احتجاج پر مهال عثمان چمکني، رفیع الله چمکني، عمر چمکني او لال اکبر چمکني وویل، چې د منځنۍ کرمې خلکو په تېرو کلونو کې څو ځله کډوالۍ کړې او هر ځل له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شوي دي.
قبایلي مشرانو له وسله والو هم غوښتنه وکړه، چې د سیمې د عامو خلکو حالت ته پام وکړي او داسې شرایط رامنځته نه کړي، چې اوسېدونکي بیا د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شي.
په همدې حال کې ځینو قبایلي مشرانو اعلان وکړ، چې که څوک د قامي پرېکړې خلاف له سیمې کډه وکړي، نو ۶۰ لکه روپۍ جرمانه به پرې لګول کېږي او کور به یې نړول کېږي.
خو د کرمې ډپټي کمشنر فهد وزیر شال نیوز ته ویلي دي، چې د خلکو د کډوالۍ په اړه تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د انتظامیې له دې دریځ سره لا هم دا روښانه نه ده، چې د ۳۱ کلیو د خالي کولو په اړه خپاره شوي احکامات وروستي دي او که په دې اړه لا هم خبرې او مشورې روانې دي.


علي افضل افضال