کرک : د خیبر پښتونخوا د کرک ضلعې په ډب سنګیني سیمه کې ،د اګست په ۲۴مه، ځايي خلکو د بجلۍ او اوبو په ګډون د بنيادي سهولتونو د نشتوالي پر ضد احتجاج کړی دی او د ګورنمنټ هایي سکول ډب سنګیني دروازې یې تړلې دي.

 

احتجاج کوونکي وايي، چې تر هغو به خپل احتجاج ته دوام ورکړي چې په سکول کې د اوبو، بجلۍ او نورو ضروري سهولتونو بندوبست نه وي شوی. دوي وايي، چې د دغو سهولتونو د نشتوالي له امله زده کوونکي او استادان له ستونزو سره مخ دي او همدا لامل دی چې دوي د احتجاج په توګه سکول ته تالې اچولې دي.

 

">

 

د سکول د تعلیمي معلوماتو رسمي شمېره، ای اېم ایي اېس، ۳۵۸۳۲ ده.

 

بلخوا د کرک ډسټرکټ ایجوکېشن افسر نثار خان ویلي دي، چې د سکول لپاره ګرانټ موجود دی او د لکونو روپیو له ګرانټ سره سره د بنيادي سهولتونو نه برابرېدل غفلت دی. نثار خان ویلي دي، چې که د پلټنو په ترڅ کې د چا غفلت ثابت شو، نو د ذمه وارو کسانو پر ضد به قانوني کاروايي کېږي.