د بلوچستان په لرې پرتو او وروسته پاتې سیمو کې د 'بک وین' (د کتابونو ګاډی) او 'ساینس رایډ' په نومونو یوې نوې پروژې د زرګونو هغو ماشومانو لپاره د هیلو نوې وړانګې خپرې کړې دي، چې ښوونځیو او کتابونو ته یې لاسرسی محدود و.
دا پروژه، چې د بلوچستان د تعلیم محکمې د یونیسف په مرسته پېل کړې، هدف یې دا دی چې د صوبې په ۱۴ بېلابېلو ضلعو کې ماشومانو ته د هغوي په کلي او کور کې تعلیمي اسانتیاوې برابرې کړي. چارواکي وايي دا ګرځنده یونټونه چې مخکې یوازې د 'ګرځنده سکولونو' په توګه کارول کېدل، اوس په عصري لایبرېریو او ساینسي مرکزونو بدل شوي دي.
د پوهې ګرځنده سفر
د تعلیم د محکمې په وینا، دا مهال د کتابونو دا ګاډي په ژوب، کلا سیف الله، لورالايي، پښین، چمن، کوټه، لسبېله، حب، ګوادر، جعفراباد، کچي، کېچ، جهل مګسي او نوشکي ضلعو کې ګرځي.
د دې ترڅنګ په جعفراباد ضلع کې د 'ساینس رایډ' په نوم یو ګرځنده ساینسي لیبارټري هم فعاله شوې ده. د دې پروژې پیلوونکي وايي: "دا ګرځنده ساینسي لیبارټري ،په هغو سیمو کې چې د تعلیمي اسانتیاو کمی دی، د ماشومانو په منځ کې ساینسي شعور، تجسس او د زده کړې جذبه راژوندۍ کوي."

د بلوچستان د یوې لرې پرتې سیمي یو سکول | انځور شال نیوز
د زده کوونکو غبرګون: 'کتابونه د پرمختګ لار ده'
د بلوچستان د بېلابېلو سیمو زده کوونکو د دغه ګام تود هرکلی کړی دی. زینب شنبې، چې یوه زده کوونکې ده، وايي: "موږ ته د دغو ګاډو له لارې د ډېرو کتابونو د لوستلو او اخیستلو موقع مېلاو شوه. موږ په بېلابېلو موضوعاتو کتابونه واخیستل او زموږ خواهش دی چې د کتابونو دغه سفر د بلوچستان نورو سیمو ته هم وغځول شي."
یوې بلې زده کوونکې وویل چې کتابونه د علم او لوړو مقامونو ته د رسېدو یوازینۍ لار ده او دوي خوشحاله دي چې دا وسیله اوس د دوي تر کلي راغلې ده.
د حکومت دریځ
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي د دغه نوښت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دا رنګ تخلیقي هڅې د صوبې د روښانه او باسواده راتلونکي ضامن دي.
که څه هم بلوچستان په پاکستان کې د تعلیم په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی، خو د پوهانو په نظر، د "بک وین" او "ساینس رایډ" په څېر پروژې کولی شي د هغو ماشومانو په ژوند کې لوي بدلون راولي چې له باقاعده ښوونځیو لرې پاتې دي. دا افواه نه ده بلکې یو حقیقت دی چې کله کتاب د ماشوم تر درشله ورسېږي، نو د جهالت تیارې په خپله له منځه ځي.

شال نیوز