پاړاچنار : د خیبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په چپري سیمه کې د توپاني باران او سختو بادونو له امله د ۱۳۲ کیلوولټه برېښنا د اصلي ټرانسمېشن لاین ۳۸مه پایه نړېدلې، چې له امله یې په ټوله کرمه ضلعه کې برېښنا په بشپړه توګه پرې شوې ده.
د واپډا سرچینې وايي، چې پېښه ،د اګست په ۲۲مه، د بر کرمې په چپري سیمه کې شوې او د ټرانسمېشن پایې له نړېدو وروسته د ضلعې د برېښنا رسولو بهیر درېدلی دی.
د واپډا د سرچینو په وینا، د نړېدلې پایې د بیا رغولو او د برېښنا رسولو د بېرته پېل لپاره ښیي څو ورځې وخت ولګېږي. د اوږدې برېښنا بندۍ له امله د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د دې وضعیت په اړه د ایم ډبلیو ایم پارلماني مشر او د قامي اسمبلۍ غړي انجینر حمید حسین ویلي دي، چې یوازې په کرمه کې هره دویمه یا درېیمه میاشت د برېښنا د ټاورونو د نړېدو پېښې د اندېښنې وړ دي.
نوموړي ویلي دي، چې د برېښنا اوږدې بندۍ له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او له اړوندو چارواکو یې غوښتنه کړې ده چې د برېښنا د بېرته فعالولو چارې دې په لومړیتوب کې زر بشپړې کړي.


علي افضل افضال