پېښور : پښتنه سیاستواله او د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې ،بشرا ګوهر، وايي چې په پښتني ټولنه کې د ښځو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او ښځې لا هم له تبعیض، تاوتریخوالي او د برابر حقونو له نشتوالي سره مخ دي.

 

بشرا ګوهر ،د اګست په ۲۲۳مه، پر اېکس لیکلي دي چې په پاکستان کې ښځې او نجونې په داسې ټولنیز چاپېریال کې ژوند کوي چې ،د هغې په وینا، نه یوازې ورسره تبعیض کېږي، بلکې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملان کله ناکله ساتل کېږي، بښل کېږي او ان ستایل کېږي.

 

هغې ویلي:

 

«زما په اند، ښځې او نجونې په پاکستان کې خوندي نه دي. دوي یوازې په داسې کورونو او ټولنه کې د ژوند کولو له امله بې‌ ساري زړورتیا ښيي چې په ښکاره ډول ورسره دښمني کوي.»

 

ګوهر په ځانګړي ډول د پښتنو ښځو وضعیت ته اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې هغوي نه یوازې له برابر حقونو او ازادیو بې‌ برخې دي، بلکې په ځینو مواردو کې د خپل شخصي هویت له حقه هم محرومېږي.

 

هغې ویلي دي، چې په ځینو پښتنو ټولنو کې ښځه «حتا له مرګه وروسته هم په خپل نوم نه پېژندل کېږي» او پر قبر یې د خپل نوم پر ځای د پلار، مېړه یا بل نارینه خپلوان نوم لیکل کېږي.

 

 

 

بشرا ګوهر دا هم ویلي دي چې ځینې کسان د طالبانو له خوا د افغانانو د هویت د زیانمنولو په اړه غږ پورته کوي، خو په خپلو کورونو او کورنیو کې د ښځو د هویت، کرامت او خپلواکۍ د محدودولو پر وړاندې چوپ پاتې کېږي.

 

د هغې په وینا، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او سخت چلند باید د کلتور، دود یا دین په نوم توجیه نه شي، او ټولنه باید د ښځو د حقونو او خپلواک هویت د خوندي کولو لپاره خپل دریځ بدل کړي.