د بنو ښار اوسېدونکو، موټر کار او جیپ مالکانو، د شخصي ګاډو نه د مبینه غېر قانوني ټېکس اخیستو پرضد احتجاج کړی او له حکومته یې د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده۔
مظاهره چیانو وویل چې د بنو ‘اولډ روډ’ په لړ کې، د کرک ضلعې حدودو کې لتمبر او رنګین آباد څلور لارې، په انډس هایوی جوړو ټول پلازو کې د اصولو خلاف له شخصي ګاډو نه هم پیسې اخیستل کېږي۔
د ‘آل ټرانسپورټ یونین’ مشر ،ملک مقبول زمان خان، او نورو ویناوالو وویل چې د حکومتي قواعدو له مخې موټر کار، جیپ او نور شخصي ګاډي د ټېکس نه مستثنیٰ دي، خو اوسنۍ عمله په زور پیسې اخلي او د خلکو سره بد چلند هم کوي۔
مظاهره چیانو دا هم وویل چې د ټول پلازو ټېکه یو غیر مقامي ټېکدار ته ورکړل شوې ده او د هغه تر څار لاندې خلک غیر قانوني وصولي کوي۔
دوي خبرداری ورکړی چې که دا لړۍ زر بنده نه شي، نو احتجاج به نور هم پراخ کړي او د خپلو حقونو لپاره به عدالت ته هم لاړ شي.

صفدر داوړ