سوست : په سوست ډرای پورټ کې پاکستاني سوداګرو له حکومت څخه غوښتي دي چې د خنجراب له لارې چین ته د پاکستاني مالونو د ایکسپورټ په لاره کې موجود انتظامي او سرحدي خنډونه له چینايي چارواکو سره راپورته کړي.
سوداګر وايي، چې د خنجراب له لارې له چین او منځنۍ اسیا سره تجارتي فعالیتونه زیات شوي دي، خو د دوي په وینا، په چینايي اړخ کې ځینې مهاجرتي، انتظامي او د مالونو د کلیرنس مقررات د پاکستاني ایکسپورټونو د چټک انتقال مخه نیسي.
دوي وايي، چې که د سرحدي پروسیجرونو، اسنادو او د مالونو د داخلېدو شرایط اسانه شي، پاکستان کولی شي د همدې لارې چین او منځنۍ اسیا ته خپل ایکسپورټونه نور هم زیات کړي.
تازه رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵-۲۶م مالي کال پر مهال د خنجراب له لارې چین ته پر وارداتو د پاکستان کسټمز نږدې ۱۴ اعشاریه ۹۳ اربه روپۍ عواید راټول کړي دي، چې د تېر مالي کال د ۱۳ اعشاریه ۶۷ اربه روپیو په پرتله زیات دي.
د کسټمز چارواکو په وینا، په همدې موده کې د خنجراب له لارې چین او منځنۍ اسیا ته د پاکستان د ایکسپورټونو ارزښت شاوخوا دوه اعشاریه اته اربه روپیو ته رسېدلی دی. په دغو مالونو کې جامې، وریجې، غالۍ، چرمي جاکټونه، کچالو، مالټې، لاسي صنایع، موټرسایکل پرزې او یو شمېر نور توکي شامل وو.
چارواکي وايي، چې د خنجراب پر لاره د نړیوال ترانسپورټ یا نظام له لارې هم د مالونو انتقال زیات شوی دی، چې له پاکستان څخه چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ځمکنۍ سوداګرۍ یوه مهمه لاره بلل کېږي.
په پاکستاني اړخ کې د ایکسپورټ لپاره ډېر کسټمز او اړوند اسناد د پاکستان سنګل وینډو له لارې په انلاین ډول وړاندې کېږي. په دې نظام کې سوداګر د مالونو معلومات، تجارتي اسناد او د اړوندو ادارو اجازتونه په یوه واحده برېښنايي پروسه کې جمع کوي.
په سوست کې سوداګر وايي، چې د پاکستان په اړخ کې د تجارتي اسانتیاوو تر څنګ اړتیا ده چې له چین سره هم د سرحد پر دواړو غاړو د ایکسپورټ د پروسیجرونو د یو شان او چټکولو لپاره خبرې وشي.
کسټمز چارواکي بیا وايي، چې د خنجراب له لارې سوداګریز فعالیتونه په لوړه کچه روان دي او د ناقانونه تجارت او قاچاق د مخنیوي لپاره د مالونو د اسنادو او تګ راتګ څارنه هم سخته شوې ده.
خنجراب د پاکستان او چین ترمنځ تر ټولو مهمه ځمکنۍ سوداګریزه لاره ده او سوست ډرای پورټ د دې لارې د کاروبار اصلي مرکز ګڼل کېږي.


سید اصف شاه کاکاخیل