کرم : د کرمې ضلعي انتظامیې چارواکو د افغانستان پولې ته څېرمه د متې سنګر او غوزګړۍ کلیو ته سفر کړی او هلته یې د لیرې پرتو سیمو د خلکو ستونزې او اړتیاوې ارزولې دي. په دې سفر کې د کرمې ډپټي کمشنر فهد وزیر، د بره کرمې اسسټنټ کمشنر خالد عمران او د امنیتي ځواکونو یو شمېر چارواکي ورسره وو.

 

ضلعي انتظامیه وايي، چې ډپټي کمشنر د سیمې له مشرانو سره ولیدل او د بنسټیزو اسانتیاوو، انتظامي چارو او نورو ولسي ستونزو په اړه یې د هغوي نظرونه او غوښتنې واورېدې. د چارواکو په وینا، د ځینو ستونزو د حل لپاره هماغلته اړوندو ادارو ته لارښوونې وشوې، او د نورو مسئلو د حل لپاره اړوندو افسرانو ته د بېړنیو اقداماتو او اغېزمن عملي کېدو سپارښتنه وشوه.

 

فهد وزیر ویلي دي، ضلعي انتظامیه هڅه کوي چې د لیرې پرتو سیمو خلکو ته بنسټیزې اسانتیاوې ورسوي او د هغوي ستونزې پر وخت حل کړي. د سفر پر مهال د سیمې ماشومانو ته د هڅونې په موخه د لوبو وسایل هم ووېشل شول.