د قامي جمهوري غورځنګ نوی ټاکل شوی صوبايي سیکتر ،ندیم عسکر، د اپرېل په ۲۷مه، بنو ته رسېدلی، چرته چې د ګوند کارکنانو او ځايي مشرانو ورته تود هرکلی ویلی دی۔ په دې موقع کارکنانو نعرې وهلې او د ګوند د مشرتابه په حق کې یې خپل ملاتړ څرګند کړل.
په دې موقع ندیم عسکر خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې دا ټاکنه د ده لپاره اعزاز هم دی او لویه ذمه واري هم، او هڅه به کوي چې د ګوند د مشرتابه باور پوره کړي۔ نوموړي وویل چې قامي جمهوري غورځنګ یو نظریاتي ګوند دی چې د جمهوریت، آئین، انساني حقونو او ولسي خېر ښېګړې لپاره کار کوي۔
عسکر زیاته کړه چې ګوند به د صوبې په کچه نور هم فعال او منظم کړي او د ولس ستونزې ،لکه امن و امان، بې روزګاري، تعلیم او صحت، به په هر فورم راپورته کوي۔

صفدر داوړ