ملګري ملتونه : نن، د اګست ۲۳مه، د غلامانو د تجارت او د هغه د ختمولو د یاد نړیواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې د غلامۍ د تاریخي قربانیانو د یاد او د دې تجارت د اوږدمهاله اغېزو په اړه د پوهاوي لپاره ځانګړې شوې ده. ملګري ملتونه وايي، چې د دې ورځې موخه د غلامانو د تجارت د قربانیانو یاد تازه ساتل او د غلامۍ، نژادي تبعیض او د انسانانو د استثمار د تاریخي او اوسنیو اغېزو په اړه عامه پوهاوی زیاتول دي.
غلامي د بشري تاریخ یوه ډېره پخوانۍ پدیده ده او په بېلابېلو لرغونو تمدنونو کې موجوده وه، خو د پنځلسمې پېړۍ له وروستیو وروسته د اتلانټیک له لارې د غلامانو تجارت په یوه پراخ او منظم نړیوال کاروبار بدل شو. اروپايي سوداګرو په میلیونونو افریقایان په زور له خپلو کورونو او سیمو وایستل او د امریکا، کارابین او نورو سیمو کروندو، کانونو او کورونو ته یې د غلامانو په توګه ولېږدول.
تاریخي څېړنې ښيي چې د شپاړسمې او نولسمې پېړۍ ترمنځ له ۱۲ میلیونو ډېر افریقایان د اتلانټیک له لارې په بېړیو کې انتقال شول. ګڼ شمېر کسان د نیولو، اوږدو مزلونو، ناروغیو او د سمندري سفر د سختو شرایطو له امله مړه شول.

په امریکا او کارابین کې د غلامانو کار په ځانګړي ډول د بورې، پنبې، تنباکو او نورو تجارتي محصولاتو په کروندو کې استعمالېده. د غلامۍ پر بنسټ جوړ شوي اقتصادونو د اروپايي قدرتونو او استعماري نظامونو د شتمنېدو په بهیر کې مهم رول درلود، خو د دې نظام انساني بیه د میلیونونو کسانو ازادي، ژوند او کورنۍ وې.
د اتلسمې او نولسمې پېړۍ پر مهال د غلامۍ پر ضد سیاسي او ټولنیز تحریکونه پیاوړي شول. په بېلابېلو هېوادونو کې د غلامانو پاڅونونو، د غلامۍ ضد فعالانو او سیاسي بدلونونو په پایله کې د غلامانو تجارت او وروسته خپله غلامي په تدریجي ډول منع شوه.
د اګست ۲۳مه ځکه د دې ورځې لپاره ټاکل شوې ده چې د ۱۷۹۱م کال د اګست د ۲۲مې او ۲۳مې ترمنځ په سانتو دومینګو، چې د اوسني هایټي برخه وه، د غلامانو لوي پاڅون پېل شو. دغه پاڅون وروسته د هایټي انقلاب ته لاره هواره کړه او د غلامۍ د نظام پر ضد د نړۍ له مهمو تاریخي مبارزو څخه وګرځېد.
یونسکو هر کال د دې ورځې په مناسبت له هېوادونو، تعلیمي ادارو او مدني ټولنو غواړي چې د غلامانو د تجارت تاریخ، د قربانیانو تجربې او د غلامۍ پاتې ټولنیزې او نژادي اغېزې نوي نسلونو ته ور وپېژني.


شال نیوز