بنو کې د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام لاندې د مرستو په وېش کې د لویې کچې بې ضابطګۍ انکشاف شوی دی، چې تر مخه یې ۱۴۵ سرکاري کارکوونکو په مبینه توګه دا مالي مرسته خپله کړې ده۔
 

سرچیني وايي چې دا فهرست د سختې څارنې او د بېلابېلو ادارو نه د ترلاسه شوي ډیټا د جاج اخیستو نه پس تیار شوی دی۔ د لومړني معلوماتو ترمخه ځینو کارکوونکو دا پیسې پخپله اخیستي دي او یا یې خپل معلومات د مستحقینو په نوم استعمال کړي دي۔
 

چارواکي وايي چې د دې کسانو خلاف د کاروایي عمل پېل شوی او د بې ځایه شویو پیسو د واپس اخیستو لپاره ګامونه پورته کېږي۔ ولسي حلقو د دې پېښې په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې ده چې د فلاحي پروګرامونو شفافیت دې یقیني کړل شي۔