د بنو ډسټرکټ پولیس افسر یاسر آفریدي ،د اپرېل په ۲۷مه، د ضلعي هیډکوارټر هسپتال، پولیس سهولت مرکز او نورو ادارو دوره کړې ده۔ د دورې په مهال هغه د وروستي برید ټپي شوي پولیس کانسټیبل زاهد خان او د هغه د کمسنې لور پوښتنه وکړه.
 

د چارواکو ترمخه دوي ږواړه په شاه دیو سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو ټپیان شوي وو۔ ډي پي او د هغوي د زر صحت یابۍ هیله څرګنده کړه او کورنۍ ته یې د هر قسم مرستې یقیني کولو باور ورکړ.
 

نوموړي پولیس اهلکارو ته امر وکړ چې د ولس سره دې ښه سلوک وکړي او د هغوي ستونزې دې په شفافه طریقه او په وخت حل کړي۔