په ایران کې د امریکا او اسراییل ترمنځ روانه جګړه ورځ تر بلې خطرناکه کېږي، او له دې سره په ايران کې ايسار د افغان کډوالو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.
د طالبانو حکومت په رسمي ډول تایید کړې چې د جګړې له پیله تر اوسه لږ تر لږه شپږ افغان کډوال وژل شوي دي. یوې باوري حکومتي سرچینې شال نيوز ویلي چې په دې بریدونو کې ۱۱ نور افغانان ټپیان شوي هم دي.
خو بل لور ته، د ایران د سپاه پاسداران ته نږدې “تسنیم” خبري اژانس ادعا کړې چې یوازې په تهران ښار کې د یوې افغان کورنۍ شپږ غړي او ورسره دوه نور افغانان وژل شوي دي.
په ایران کې یوې افغان خبریالې، چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، شال نيوز ته ویلي چې د دوي د معلوماتو له مخې، د جګړې له پېل راهیسې تر اوسه پورې يو ديرش افغانان وژل شوي دي. هغې زیاته کړې چې د دولس کسانو مړي افغانستان ته هم لېږدول شوي دي. خو د طالبانو حکومت دا لوړې شمېرې نه دي تایید کړي.
اوس مهال په ایران کې شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې د دې جګړې له امله له جدي خطر سره مخ دي. ډېری کډوال وایي چې هلته حالات ډېر خراب شوي او خلک هر وخت د بریدونو له ويرې سره ژوند کوي.
یو افغان کډوال عبدالکبیر نظري، چې تازه له ایرانه راوتلی، وایي: “هلته ژوند ډېر سخت شوی و، هره شېبه د مرګ وېره وه، نو مجبور شوو چې راووځو.”
د امريکا-اسراييل او ايران تر منځه دا جګړه اوس دویمې میاشتې ته داخله شوې ده. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ خپله وينا کې ویلي چې متحده ایالتونه به ډېر ژر په ایران کې خپل عملیات پای ته ورسوي. هغه ادعا کړې چې امریکا خپلې مهمې موخې ترلاسه کړې دي او د ایران اټومي نظام یې سخت زیانمن کړی دی.
ټرمپ دا هم ویلي چې د ایران نوي واکمنانو له امریکا د اوربند غوښتنه کړې، خو ده ټینګار کړی چې تر هغه به دا غوښتنه ونه مني، څو چې ایران د هرمز تنګی په بشپړه توګه بېرته پرانیزي.
کارپوهان وایي، که جګړه همداسې روانه پاتې شي، نو په ایران کې مېشت افغان کډوال به د لا زیات خطر سره مخ شي او د مرګ ژوبلې شمېر به نور هم لوړ شي.

شال نیوز