پېښور : د پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس ورکرز مشر ،شمیم شاهد، پر میرام شاه پریس کلب د پاکستان ،تحریک انصاف له غړو سره د تړلو کسانو برید غندلی او له اعلا وزیر سهیل اپریدي، او د اطلاعاتو صوبايي وزیر ،شفیع جان، څخه یې د پېښې د سمدستي نوټس اخیستو غوښتنه کړې ده.
شمیم شاهد ،د اګست په ۲۲مه، په یو بیان کې ویلي دي، چې د میرام شاه پریس کلب د چارواکو او غړو د معلوماتو له مخې، د پاکستان تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ د غړي ،نیک محمد وزیر، ورور د یو شمېر کسانو په ملتیا پریس کلب ته ورغلی دي، هلته یې ماتول کړي او له خبریالانو سره یې ناسم چلند کړی دی.
د نوموړي په وینا، بریدګرو خبریالانو ته سپکاوی کوونکي الفاظ هم کارولي او د هغوي د وهلو هڅه یې کړې ده. شمیم شاهد ویلي دي، چې پر یو خبریاتي مرکز دا ډول برید د منلو نه دی او د خبریالانو د مسلکي کار او امنیت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
هغه د میرام شاه پریس کلب له غړو سره د یووالي څرګندونه کړې ده او د پاکستان تحریک انصاف له مشرتابه یې غوښتي دي چې د پېښې په اړه پلټنه وکړي او که د ګوند له غړو یا اړوندو کسانو د لاس لرلو پخلی وشي، نو پر ضد یې تنظیمي اقدام وکړي.
تر اوسه د صوبايي اسمبلۍ د غړي نیک محمد وزیر، د هغه د ورور او یا د پاکستان تحریک انصاف د صوبايي مشرتابه تفصیلي دریځ نه دی مخې ته راغلی.


شال نیوز