فاګرستا : د سویډن په مرکزي ښار فاګرستا کې یو ۱۸ کلن ځوان په یو ښوونځي کې د تورې برید کړی دی چې په نتیجه کې یې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ وژل شوې او درې نور کم عمره کسان ژوبل شوي دي.

 

پولیس وايي، چې برید ،د اګست په ۲۱مه، د برینیل په ښوونځي کې هغه مهال شوی دی چې درسونه روان وو او په ودانۍ کې سلګونه زده کوونکي موجود وو. پولیسو بریدګر د نیولو پر مهال په ډزو ویشتلی او وروسته یې نیولی دی.

 

د سیمه‌ ییزو روغتیايي چارواکو په وینا، په ژوبلو کې دوه هلکان، چې عمرونه یې ۱۲ او ۱۷ کاله دي، سخت ټپیان شوي دي، خو درېیم ژوبل کس له درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوی دی.

 

سویډني پولیسو ویلي دي، چې تر اوسه داسې نښې نه شته چې په برید کې دې له نیول شوي کس پرته بل څوک هم لاس ولري. د پېښې پلټنه د قتل او د قتل د هڅې په تور روانه ده.

 

پولیس دا هم څېړي چې ایا مشکوک کس له هغو انلاین ډلو یا شبکو سره اړیکې لرلې چې د ښوونځیو تاوتریخوالي ته تبلیغ کوي. چارواکو لا د برید مشخصه انګېزه نه ده اعلان کړې.