راولپنډۍ : د پاکستان وفاقي حکومت د راولپنډۍ په حساسو سیمو کې د امنیتي دندو لپاره د پوځ درې کمپنۍ د شپږو میاشتو لپاره د ځای پر ځای کولو منظوري ورکړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ،د اګست پر ۲۱مه، په جاري کړي حکمنامه کي ویلي دي، چې دا پرېکړه د پنجاب د کورنیو چارو محکمې په غوښتنه او د پاکستان د اساسي قانون د ۲۴۵مې مادې له مخې شوې ده. د دې مادې له مخې پوځ د ملکي ادارو د مرستې لپاره ځای پر ځای کېدی شي.
د حکمنامې له مخې، د پوځ درې کمپنۍ به سمدستي په راولپنډۍ کې دنده پېل کړي او د ضلعې له انتظامیې سره به د حساسو امنیتي چارو، امن او امان او د هر ډول ناڅاپي وضعیت پر مهال په چټک غبرګون کې مرسته کوي.
ځینو پاکستاني رسنیو ویلي دي، چې په درېیو کمپنیو کې به له ۴۰۰ زیات پوځي سرتېري شامل وي. د امنیت د پلان له مخې به په حساسو ځایونو او مهمو سړکونو امنیت زیاتېږي، خو حکومت تر اوسه د ټولو هغو ځایونو نومونه نه دي په ډاګه کړي چې پوځ به پکې ځای پر ځای کېږي.
د کورنیو چارو وزارت په حکمنامه کې د کوم ځانګړي امنیتي ګواښ یا پېښې یادونه نه ده کړې او یوازې یې ویلي دي چې مقصد د «ناوړه وضعیت» مخنیوی او د هرې ناڅاپي پېښې پر مهال اغېزمن ځواب دی.
راولپنډۍ د پاکستان د پوځ د مرکزي دفتر تر څنګ ګڼ مهم پوځي او حکومتي مرکزونه لري او له اسلام اباد سره نښتی ښار دی. د پوځ د شپږ میاشتني ځای پر ځای کېدو حکم د اګست له ۲۱مې سمدستي نافذ شوی دی.


شال نیوز