باجوړ : د باجوړ ضلعې د سالارزو په دره، عونډۍ، بر دره، بانډه او ملا سید سیمو کې وروستیو سختو بارانونو او د اوبو تېزو رېلو هغه مهم سړک سخت ویجاړ کړی دی چې د سیمې خلکو په خپلو پیسو او چندو جوړ کړی و.

 

د سړک د خرابېدو له امله د یادو کلیو د خلکو تګ راتګ اغېزمن شوی دی او په ځینو برخو کې د موټرو لپاره لاره بنده شوې ده. ځايي اوسېدونکي وايي، چې ناروغان روغتونونو ته په رسولو کې له ستونزو سره مخ دي، په داسې حال کې چې سکولونو او کالجونو ته د زده کوونکو تګ راتګ هم سخت شوی دی.

 

د سیمې یو مشر سید خان سالارزي ،د اګست په ۲۱مه، ویلي دي، دغه سړک خلکو د حکومتي مرستې پر ځای په خپلو محدودو وسایلو او د چندو په راټولولو جوړ کړی و، خو وروستیو بارانونو او سېلابي اوبو یې ګڼې برخې ویجاړې کړې دي.

 

هغه له صوبايي حکومت، باجوړ ضلعي انتظامیې او اړوندو محکمو غوښتنه کړې ده چې د سړک د بیړنۍ پرانیستلو لپاره درانه ماشینونه سیمې ته ولېږي او د مستقلې بیارغونې لپاره یې ځانګړی فنډ منظور کړي.

 

د سیمې اوسېدونکو د قامي اسمبلۍ له غړي ،مبارک زیب خان، او د صوبايي اسمبلۍ له غړي ،انور زیب خان، څخه هم غوښتنه کړې ده چې د سالارزو د سړک مسئله له اړوندو ادارو سره پورته کړي او د خلکو د تګ راتګ لپاره عاجل انتظام وشي.

 

دا وضعیت په داسې وخت کې رامنځته شوی دی چې د پاکستان د موسمیاتو ادارې او د قدرتي افتونو د انتظام ملي ادارې د خیبر پښتونخوا د ګڼو سیمو لپاره د نورو بارانونو خبرداری جاري کړی دی.

 

د موسمیاتو ادارې ویلي دي چې په باجوړ، دیر، ملاکنډ، سوات، بونیر، شانګله، مردان، هریپور، مانسهره او د خیبر پښتونخوا په یو شمېر نورو ضلعو کې د باران، تندر او په ځینو ځایونو کې د سخت باران امکان شته.

 

په مومند، خیبر، کوهاټ، نوښار، پېښور او چارسده کې هم د باران او تندر امکان ښودل شوی دی، په داسې حال کې چې باجوړ او مومند د هغو سیمو په ډله کې شامل دي چې سخت باران پکې کېدی شي.

 

اېن ډي اېم ای د خیبر پښتونخوا لپاره د باران خبرداری جاري ساتلی او د اګست تر ۲۳مې پورې یې په غرنیو سیمو کې د ځمکې او ډبرو د ښویېدو خطر هم ښودلی دی.

 

د قبایلي ضلعو په غرنیو سیمو کې هغه کلي او لارې تر ټولو زیاتې له خطر سره مخ دي چې د خوړونو، ویالو او وچو نالو ترڅنګ پرتې دي. د سخت باران په صورت کې په لنډ وخت کې د اوبو تېز رېلونه جوړېدی شي او له مخکې زیانمن شوي سړکونه، پلچکونه او کلیوالې لارې نورې هم خرابېدی شي.

 

چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې ده چې د باران پر مهال له خوړونو، ویالو او سېلابي لارو څخه د تېرېدو هڅه ونه کړي، په غرنیو سیمو کې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او د اوبو د سطحې د ناڅاپي لوړېدو په صورت کې خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

 

په سالارزو کې اوسېدونکي اندېښنه لري چې که نور سخت باران وشي، د دره، عونډۍ، بر دره، بانډه او ملا سید ترمنځ زیانمن شوی سړک به نور هم خراب شي او د سیمې د خلکو تګ راتګ به له لا جدي ستونزو سره مخ شي.

 

تر اوسه د باجوړ ضلعي انتظامیې او یادو منتخب استازو له خوا د دې سړک د بشپړې بیارغونې په اړه مشخص رسمي اعلان نه دی شوی.