نوشکي : د بلوچستان په نوشکي کې د هندو سوداګر راکېش د وژنې پر ضد د هندو ټولنې غړو احتجاج کړی او له پولیسو یې غوښتي دي چې په پېښه کې ککړ کسان زر تر زره ونیسي.

 

احتجاج کوونکو ،د اګست په ۲۲مه، د راکېش مړی د نوشکي د سټي پولیس تاڼې مخې ته ایښی و او د هغه پر وژنه یې اندېښنه څرګنده کړه. هغوي وویل، چې حکومت او پولیس باید په نوشکي کې د سوداګرو او په ځانګړي ډول د اقلیتي ټولنو د سر او مال د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

 

د احتجاج پر مهال د نوشکي اېس ډي پي او ،جهانزیب حبیب، او د سټي پولیس تاڼې اېس اېچ او ،نشیب پرکاني، له مظاهره کوونکو سره وکتل، د راکېش له کورنۍ او هندو ټولنې سره یې خواخوږي څرګنده کړه او د هغوي غوښتنې یې واورېدې.
 

بلوچستان : نوشکي کې هندو سوداګر په ډزو ووژل شو؛ د سوداګرو او هندو ټولنې غندنه
بلوچستان : نوشکي کې هندو سوداګر په ډزو ووژل شو؛ د سوداګرو او هندو ټولنې غندنه

 

پولیس چارواکو ویلي دي، چې د راکېش د وژنې هراړخیزې پلټنې روانې دي او د پېښې د علت د معلومولو ترڅنګ د شکمنو کسانو د پېژندلو او نیولو لپاره هم هڅې کېږي.

 

چارواکو هندو ټولنې ته ډاډ ورکړ چې په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو لپاره به له ټولو شته امکاناتو کار واخیستل شي او د راکېش کورنۍ ته د انصاف ورکولو ترڅنګ به د سیمې د اقلیتي ټولنې د خوندیتوب لپاره هم اړین ګامونه پورته شي.

 

د پولیسو تر ډاډ وروسته احتجاج کوونکو خپل احتجاج په سوله‌ ییز ډول پای ته ورساوه او د راکېش مړی یې د وروستیو مذهبي مراسمو لپاره یووړ. راکېش یو ورځ وړاندې په نوشکي کې په ډزو وژل شوی و. تر اوسه د هغه د وژنې علت او د بریدګرو هویت په رسمي توګه نه دی څرګند شوی.