نوشکي : د بلوچستان په نوشکي ضلعه کې ناپېژاندو وسله والو یو هندو سوداګر ،راکېش، په ډزو وژلی دی. د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، راکېش، چې د دېس راج زوې و، د اګست په ۲۱مه، د انعام بوستان پر سړک په خپلو سوداګریزو چارو بوخت و چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې. نوموړي د ډزو له امله په هماغه ځای کې ساه ورکړه.

تر پېښې وروسته پولیس سیمې ته ورسېدل، مړی یې د قانوني کارروایۍ لپاره روغتون ته ولېږداوه او د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي. پولیس وايي، چې د بریدګرو د پېژندلو او نیولو لپاره هڅې روانې دي.

 

د راکېش تر وژنې وروسته د نوشکي د سوداګرو او هندو ټولنې ترمنځ اندېښنه خپره شوې ده. سوداګرو، د هندو ټولنې غړو او ځايي اوسېدونکو د پېښې غندنه کړې او له چارواکو یې غوښتي دي چې په وژنه کې ککړ کسان زر ونیسي او د لږکیو په ګډون د ټولو اوسېدونکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

 

پولیس وايي، چې د وژنې انګېزه تر اوسه نه ده معلومه شوې او قضیه له بېلابېلو اړخونو څېړل کېږي. تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.