پېښور : د خیبر پښتونخوا حکومت وفاقي حکومت ته د ۵۰ کسانو نوملړ استولی دی چې د سرکاري اعزازونو او د بهادرۍ د تمغو لپاره نومول شوي دي.

 

په نوملړ کې د پولیسو، فرنټیر کانسټبلرۍ، ضلعي انتظامیې، رېسکیو او نورو سرکاري ادارو اوسني او پخواني افسران او اهلکار شامل دي. په دوي کې یو شمېر هغه کسان هم شامل دي چې د ډیوټۍ پر مهال وژل شوي دي.

 

د اګست په ۲۱مه، د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په نومول شویو کسانو کې د هلال شجاعت یا نشان امتیاز، تمغه جرات، ستاره شجاعت، هلال امتیاز، ستاره امتیاز، تمغه شجاعت او تمغه امتیاز لپاره نومونه وړاندې شوي دي.

 

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ،ذوالفقار حمید، نوم د هلال شجاعت یا نشان امتیاز لپاره وړاندیز شوی دی، په داسې حال کې چې د هنګو پخوانی اېس پي اسد زبیر او پخوانی ډي اېس پي محمد دیار خان د ستاره شجاعت لپاره نومول شوي دي.

 

د شمالي وزیرستان پخوانی ډپټي کمشنر عصمت الله د تمغه جرات لپاره نومول شوی دی. د تمغه شجاعت لپاره د پېښور د فقیر اباد اېس ډي پي او اعجاز نبي ترڅنګ د پولیسو او فرنټیر کانسټبلرۍ یو شمېر افسران او اهلکار هم نومول شوي دي.

 

په نوملړ کې جهانګیر خان، شاهدالله، محمد عارف، ثناءالله خان، جاوېد اقبال، ولي محمد، قاصد علي، امتیاز خان، کفایت الله، عبدالصمد، عبدالسعید، شعبان علي، مدثر حسین او ندیم شاه نومونه هم شامل دي.

 

د ضلعي انتظامیې له چارواکو څخه د لکي مروت اېډیشنل ډپټي کمشنر حبیب الله وزیر، د بونیر اېډیشنل ډپټي کمشنر قیصر خان او د بر سویلي وزیرستان پخوانی اېډیشنل ډپټي کمشنر زاهد یونس هم د باتورۍ د اعزازونو لپاره نومول شوي دي.

 

د پولیسو له لوړپوړو افسرانو څخه ای ایي جي لاجسټکس محمد خالد خان، د پېښور سي سي پي او ډاکټر میان سعید احمد، ډي ایي جي عباس مجید خان مروت او یو شمېر نور افسران هم په نوملړ کې شامل دي.

 

د عامه خدمتونو په برخه کې اېډیشنل چیف سیکرټري محمد عابد مجید او اېډیشنل ایي جي عباس احسن د هلال امتیاز لپاره، او ډي ایي جي اعجاز احمد او د نوښار د پولیس روزنیز مرکز کمانډنټ شبیه حسین د ستاره امتیاز لپاره نومول شوي دي.

 

د تمغه امتیاز لپاره د کوهاټ کمشنر معتصم بالله شاه، د بنو کمشنر خالد محمود، د ګلیات ډیولپمنټ اتارټۍ ډایرکټر جنرل محمد فواد، د اعلا وزیر پرنسپل سټاف افسر زبیر احمد نیازي، د کوز دیر پخوانی ډپټي کمشنر محمد عارف، د ډېره اسماعیل خان پخوانی ډپټي کمشنر عبدالنصیر خان او د رېسکیو ۱۱۲۲ پخوانی ډایرکټر جنرل محمد طیب عبدالله هم نومول شوي دي.

 

د سوات ډپټي کمشنر سلیم جان، د بنو ډپټي کمشنر محمد فهیم، د کرمې ډپټي کمشنر اشفاق خان، د خیبر پخوانی ډپټي کمشنر بلال شهید راو، د کوز چترال ډپټي کمشنر محمد هاشم عظیم او د بر دیر اېډیشنل ډپټي کمشنر ډاکټر صادق علي هم په نوملړ کې شامل دي.

 

د خیبر پښتونخوا د سېف سټیز پروژې ډپټي پروجیکټ ډایرکټر نوید ګل او ډپټي ډایرکټر نعمان رفیع هم د تمغه امتیاز لپاره نومول شوي دي.

 

د صوبايي حکومت لخوا د دغو ۵۰ کسانو نومول په خپله د سرکاري اعزاز یا تمغې د ترلاسه کولو معنا نه لري. نومونه به د وفاقي حکومت اړوندو کمېټو ته وړاندې کېږي او له ارزونې وروسته به وروستۍ منظوري د صدر مملکت له لوري ورکول کېږي.

 

د پاکستان سرکاري اعزازونه عموماً هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د هېواد، عامه خدمتونو، انتظامیې، امنیت، ساینس، هنر، ادب او نورو برخو کې د پام وړ خدمتونه کړي وي، په داسې حال کې چې د شجاعت اعزازونه د غیرمعمولي باتورۍ او قربانۍ په بدل کې ورکول کېږي.

 

د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي دي، چې دغه نومونه د اړوندو ادارو له سپارښتنو وروسته وفاق ته استول شوي دي او وروستۍ پرېکړه به د ټاکل شوې سرکاري طریقې له مخې کېږي.