په تحصیل سپین وام کې د مسلم لیګ (ن) د مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني انتخابي امیدوار، ملک لیاقت علي خان پر کور د مبینه کواډکاپټر ډرون برید شوی، چې په پایله کې درې ماشومان ټپیان شوي دي۔
ځايي سرچیني وايي چې په ټپیانو کې د ملک لیاقت علي خان زوې او دوه نور د کورنۍ ماشومان شامل دي، چې د پېښې وروسته سمدستي د سپین وام روغتون ته لېږدول شوي دي۔
د پېښې وروسته په سیمه کې ویره او اندېښنه خپره شوې، او ځایي خلک وايي چې په وروستیو میاشتو کې په شمالي وزیرستان کې د کواډکاپټر او ډرون له لارې بریدونو پېښې زیاتې شوې دي۔
د سیمي اوسېدونکو له حکومتي او امنیتي ادارو غوښتنه کړې چې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او د ولسي خلکو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشنې په پینځلسم اپرېل د شمالي وزیرستان په يه بله سیمه کې د یو کواډکاپټر په برید کې ۶ تنه ټپیان شوي و.

صفدر داوړ