د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د صحت درې نوي بنسټیز مرکزونه پرانېستل شوي، چې چارواکي وايي دا به د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته لومړني روغتیايي خدمات په اسانه توګه ورسوي.
د چارواکو په وینا، دغه د صحت بنسټیز مرکزونه د نادولتي ادارې ‘مېلنډا اېنډ ګېټس فاؤنډېشن’ په مالي مرسته جوړ شوي، چې پرانېسته یې نن د اپریل پر ۲۷ مه د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر کپتان (ر) عبدالخالق اڅکزي، د صحت سکرټري او د پي پي ایچ آيي ادارې مسؤلینو له خوا وشوه.
چارواکي زیاتوي، تر دې وړاندې د چمن په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې خلک د عادي درملنې او بېړنیو حالاتو لپاره اړ وو چې د ساعتونو سفر وروسته ښار ته ورسېږي، خو اوس به دا اسانتیاوې د دوي په خپلو سیمو کې برابرې وي.
د صحت د برخې یو چارواکی وايي، دغه مرکزونه به په ځانګړي ډول د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي او تمه ده چې د مړینې کچه به راټیټه کړي او د واکسیناسیون بهیر به پیاوړی کړي.
ځايي اوسېدونکي دا ګام مهم بولي او وايي، د سفر لګښتونه او د شخصي روغتونونو لوړ فیسونه به اوس تر ډېره حده کم شي.
چمن، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یوه مهمه سرحدي سیمه ده، له اوږدې مودي راهیسي د بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت سره مخ ده، او د روغتیايي خدماتو پراختیا پکې د خلکو یوه مهمه اړتیا بلل کېږي.

نعيم اچکزئي