پېښور : پېښور کې د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په اړه د «اقلیمي جرګې» په نوم غونډه شوې ده، چې ګډونوالو پکې په خیبر پښتونخوا کې د سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونو، د تودوخې د زیاتېدو او د اوبو د سرچینو د کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه جرګه د «کلایما سنټ» له خوا ،د اګست پر ۲۱مه، رابلل شوې وه. ګډونوالو وویل، چې د اقلیمي بدلون اغېزې اوس په خیبر پښتونخوا کې په څرګند ډول لیدل کېږي او د خلکو پر ژوند، روغتیا، اقتصاد او روزګار اغېز کوي.
د دوي په وینا، د اقلیمي بحران اغېزې په ټولو یو شان نه دي او ښځې د اوبو د کمښت، د کورني اقتصاد د خرابېدو او نورو ستونزو له امله تر نارینوو ډېرې اغېزمنې کېږي. د جرګې ګډونوالو ټینګار وکړ چې اقلیمي بدلون یوازې د چاپېریال ستونزه نه ده، بلکې د خلکو د ژوند او راتلونکي له مهمو ننګونو څخه ده.
اقلیمي فعالانو وویل، چې د دې بحران د مخنیوي لپاره باید خبرې له غونډو څخه عملي اقداماتو ته وغځول شي. دوي د ونو پر کرلو، د اوبو د سرچینو پر ساتنه، د ککړتیا پر کمولو او د خلکو د پوهاوي پر زیاتولو ټینګار وکړ.
د اقلیمي پوهانو په وینا، پاکستان د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ دی او په هېواد کې د تودوخې لوړېدل، د بارانونو په بڼه کې بدلون او تکراري سېلابونه د خلکو ژوند اغېزمنوي.
دوي وايي، چې د اقلیمي بحران پر وړاندې د اغېزمنو اقداماتو لپاره باید پرېکړې په ساینسي معلوماتو ولاړې وي، اوږدمهاله پلانونه جوړ شي او د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره پر وخت اقدامات ترسره شي.


شال نیوز