دوسلي : د شمالي وزیرستان د دوسلي تحصیل د ځناورو سرکاري روغتون له تېرو دوو کلونو راهیسې په بشپړه توګه بند پروت دی، چې له امله یې د سیمې کرونده ګر او د څارویو پالونکي د خپلو ناروغو ځناورو د علاج لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.
ځايي خلکو ،د اګست په ۲۱مه، شال نیوز ته ویلي دي، چې دغه روغتون یو وخت د دوسلي او شاوخوا سیمو د خلکو لپاره مهمه سرکاري اسانتیا وه، خو له تېرو دوو کلونو راهیسې نه پکې مناسب کارکوونکي شته، نه د علاج انتظام، نه ضروري دواګانې او نه هم د ځناورو د واکسین منظم بندوبست کېږي.
د اوږدې مودې د بندېدو له امله د روغتون ودانۍ هم د ویرانۍ بڼه خپله کړې ده. د سیمې اوسېدونکي وايي، چې کله چې د دوي غوا، مېښه، وزه، پسه یا بل ځناور ناروغ شي، نو د علاج لپاره یې نورو لرې سیمو ته وړلو ته مجبوره کېږي، چې ورسره د تګ راتګ او علاج اضافي لګښتونه هم پرېوځي.
په شمالي وزیرستان کې د کرنې ترڅنګ د ځناورو ساتنه د ګڼو کورنیو د عاید او روزګار مهمه ذریعه ده. ځايي خلک وايي، چې که ناروغ ځناور ته پر وخت علاج ور نه کړل شي یا واکسین ونه شي، نو د ناروغۍ د خپرېدو او د ځناورو د مړینې خطر زیاتېږي او له دې سره غریبو کورنیو ته مستقیم مالي تاوان رسېږي.
کرونده ګر پوښتنه کوي چې که د سرکاري خزانې له پیسو د روغتون ودانۍ او نورې اسانتیاوې جوړې شوې وي، نو بیا ولې دا روغتون له دوو کلونو راهیسې د خلکو لپاره فعال نه دی ساتل شوی.
د سیمې خلکو له لایوسټاک محکمې او ضلعي انتظامیې غوښتنه کړې ده چې د روغتون د بندېدو علت دې په ډاګه کړي، مستقل کارکوونکي او د ځناورو ډاکټران دې ورته مقرر کړي او د علاج لپاره دې ضروري دواګانې او واکسینونه برابر کړي.
هغوي وايي، چې خلک نور یوازې د وعدو پر ځای عملي ګامونه غواړي، څو د دوسلي او شاوخوا سیمو کرونده ګر د خپلو ناروغو ځناورو د علاج لپاره لرې سیمو ته په تګ مجبوره نه شي.
تر اوسه د لایوسټاک محکمې اړوندو چارواکو د دې روغتون د بندېدو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی. شال نیوز هڅه کوي د اړوندې محکمې دریځ هم ترلاسه کړي؛ که ځواب ترلاسه شي، له دې راپور سره به ورزیات شي.


عالمزیب وزیر