پېښور : د خیبر پښتوځوا په سرښار پېښور کې د سینې سرطان د څېړنې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې روغتیايي کارپوهانو، څېړونکو او د پوهنتونونو استادانو په پاکستان کې د سینې سرطان په اړه د څېړنې، باوري معلوماتو او د سرطان د ناروغانو د ثبت سیستم د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

 

دا غونډه د پاکستان انسټیټیوټ اف لیونګ اېنډ لرنینګ په کوربه‌ توب د خیبر مېډیکل کالج په اډیټوریم کې جوړه شوې وه چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې امنه سردار، ډاکټرانو، څېړونکو، استادانو، محصلانو او نورو ګډونوالو پکې برخه اخیستې وه.

 

په غونډه کې ویناوالو وویل، چې د سرطان په اړه د کره او باوري معلوماتو له شتون پرته د ناروغۍ د کچې، د هغې د خپرېدو د څرنګوالي، د ناروغانو د اړتیاوو او روغتیايي خدمتونو د پلان جوړونې په اړه دقیق اټکل ستونزمن دی.

 

د شوکت خانم مېموریل کینسر روغتون او څېړنیز مرکز د جراحي سرطان ماهر ډاکټر ،عرفان الاسلام ناصر، د سرطان د ناروغانو د ثبت د سیستم پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې منظم معلومات د ناروغۍ د کچې او بدلونونو په معلومولو، د روغتیايي خدمتونو په پلان جوړولو او د روغتیايي تګلارو په جوړولو کې مهم رول لري.

 

د پاکستان انسټیټیوټ اف لیونګ اېنډ لرنینګ د کلینیکل ټرایلز څانګې مشر پروفیسور ډاکټر فرحت جعفري په پاکستان کې د سرطان د زیاتېدونکي بار په اړه خبرې وکړې او د کره معلوماتو، پر وخت تشخیص، کلینیکل څېړنو او د شواهدو پر بنسټ د روغتیايي تګلارو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

 

د خیبر ټیچنګ روغتون د سرطان متخصص ډاکټر محمد طارق د نړۍ په کچه د سرطان د زیاتېدونکي بار په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د دې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره څېړنې او د شواهدو پر بنسټ تګلارو ته اړتیا ده.

 

په غونډه کې په خیبر پښتونخوا کې د سرطان د څېړنې لپاره د یوه ګډ صوبايي شبکې د جوړولو اړتیا هم مطرح شوه. د خیبر ټیچنګ روغتون د سینې او عمومي جراحۍ متخصصې ډاکټرې ارم صابر علي وویل، د روغتونونو، پوهنتونونو، څېړنیزو ادارو او د روغتیايي پالیسۍ جوړونکو ترمنځ همغږي کولی شي په صوبه کې د سرطان په اړه څېړنې لا پیاوړې کړي.

 

په غونډه کې د سینې سرطان له ناروغانو سره د طبي درملنې ترڅنګ د رواني او ټولنیزې مرستې پر اړتیا هم خبرې وشوې. د «موونګ ان افټر بریسټ کینسر» پروګرام مرستیالې مشرې ډاکټرې ،طیبې کرن، د محدودو امکاناتو په سیمو کې د سینې سرطان او خپګان له ناروغۍ سره د مخ ښځو لپاره د رواني او ټولنیزې پاملرنې په اړه خپله څېړنه وړاندې کړه.

 

ځوانو څېړونکو هم د سینې سرطان په اړه خپلې څېړنې وړاندې کړې، چې پکې د ښځو ترمنځ د سینې سرطان د مخنیوي، پوهاوي او معاینې، د عامه پوهاوي د کمپاینونو او د سینې سرطان د ناروغانو د معلوماتو د ډیجیټل ثبت په اړه څېړنې شاملې وې.

 

په غونډه کې د روغتیايي او طبي کارپوهانو یوه ګډه ناسته هم وشوه چې پکې د سینې سرطان د مخنیوي، تشخیص، درملنې، څېړنې او د ناروغانو د پاملرنې په اړه بحث وشو.

 

ګډونوالو وویل، چې د سرطان په اړه څېړنې باید یوازې تر علمي مقالو او څېړنیزو مرکزونو محدودې پاتې نه شي، بلکې پایلې یې باید د روغتیايي تګلارو، طبي خدمتونو، پر وخت تشخیص او د ناروغانو د پاملرنې د ښه کولو لپاره وکارول شي.

 

د غونډې د جوړوونکو په وینا، «موونګ سن افټر بریسټ کینسر» پروګرام د برېتانیا د مانچسټر پوهنتون او پاکستان انسټیټیوټ اف لیونګ اېنډ لرنینګ ګډه څېړنیزه هڅه ده چې د نیشنل انسټیټیوټ فار هېلت اېنډ کېر ریسرچ له خوا یې مالي ملاتړ کېږي.

 

د غونډې په پای کې ګډونوالو په پاکستان کې د سرطان د څېړنې، باوري معلوماتو، د ناروغانو د ثبت سیستم او د شواهدو پر بنسټ د درملنې د پیاوړتیا لپاره د روغتیايي او څېړنیزو ادارو ترمنځ د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.