د اپرېل په ۲۶مه، مخې ته راغلي راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په څو سیمو کې د نښتو، ډزو او توپچي بریدونو خبرونه ورکړل شوي، خو تر اوسه د دواړو حکومتونو له لوري په رسمي ډول ټولې ادعاوې نه دي تایید شوې.
کونړ ولایت
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور د ریاست له قوله ویل شوي دي چې نن په دغه ولایت کې د پاکستاني لوري د بریدونو له امله ۳ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي. راپور کې ادعا شوې چې هدف د پوهنتون د لیلیې شاوخوا سیمه وه، چې له امله یې زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې. روغتیايي سرچیني وایي، د ټپیانو د درملنې بهیر روان دی، خو د تلفاتو دقیق شمېر لا تر ارزونې لاندې دی.
چمن / بولدک سیمه
له چمن او سپین بولدک سیمي څخه هم ځیني ځايي سرچیني د نښتو او متقابلو ډزو ادعا کوي. په دغو راپورونو کې ویل شوي دي چې د ماشوم د وژل کېدو پېښه هم رامنځته شوې، خو دا معلومات تر اوسه خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي. همدارنګه ځیني غیر رسمي ادعاوې د متقابل برید او د وسلو د ترلاسه کېدو په اړه هم خپرې شوي، چې د رسمي تایید په تمه دي.
شمالي او جنوبي وزیرستان
له شمالي او جنوبي وزیرستانه هم ځیني ځايي راپورونه د تېر ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د سپکو او درنو وسلو د تبادلې یادونه کوي. سیمه ییزې سرچیني وایي چې په سرحدي سیمو کې وخت ناوخت د ډزو غږونه اورېدل شوي، خو د تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي شریک شوي.
وروستۍ خبره
تر دې دمه هېڅ اړخ په رسمي ډول د ټولو راپور شویو پېښو بشپړ جزئیات نه دي تایید کړي. سیمه کې حالات ترینګلي بلل کېږي او د وضعیت د لا روښانتیا لپاره د رسمي اعلامیو انتظار کېږي.
نور جزئیات به د سرچینو له تایید وروسته شریک شي.

بریال منګل