د افغانستات د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ وایي، د قره ‌باغ ولسوالۍ د عبدالله ‌ګل په سیمه کې ،د اپرېل په ۲۷مه، د کابل تر کندهار پر لویه لاره د دوو مسافر وړونکو او یوه بار وړونکي موټر د ټکر له امله ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.

 

د چارواکو په وینا، په پېښه کې ۳ کسان مړه شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. په مړه شویو کې یو ماشوم او دوه ښځې شاملې دي.

 

مسؤلین زیاتوي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌ احتیاطي بلل شوې ده.